شهید بشیراحمد ریان
شهید بشیراحمد ریان

وروستۍ سلګۍ/شهید بشیراحمد ریان

شهيد بشيراحمد”ريان”

يو ، يو ستوري لويده ، دسهار ستورى په افق کې وځليد ، خو نن هغه هم تت او خپ معلوميده ، لکه ديوې غمجني پېښي وړاندوينه چې يې اورېدلې وي.

په پراخ ميدان کې بې شمېره انسانان پراته وو، هغوى يو هم نه ښورېده، لکه په خواږه خوب چې ويده وي، لکه دستړو ورځو دتېريدلو وروسته چې يې ددمي موقع موندلې وي.

دسهار ستورى هم ولويد او دستر لمر دراختلو پېغام يې پرېښود.سپيده چاود دلمر زرېنو وړانګو ته مخه ورکړه ،په پراخ ډګر کې خړ ،پړ جسدونه اوس هم پراته وو، بې شمېره جسدونه!

هغه يو هم دلمر له وړانګو سره ونه خوځېد، يوه هم دتوري شپې په ورکېدو سره خوښي ښکاره نکړه ، داسي لکه دوى چي تر لمر هم ستره رڼا موندلې وي.

لمر دغره له شا راښکاره شو، په ويدو جسدونو کې يو وښوريد، لکه داصحاب کهف څخه چي يو را ژوندى شوى وي، سر يې راپورته کړ، ببري څڼې يې ښکاره شوې، خو له يوه اخ سره يې بېرته سر په ځمکه کېښود. سترګې يې وغړولې او دلمر وړانګې يې سترګو ته برابري شوې ، بېرته يې سترګې پټې کړې او نرى زګېروى يې پورته شو.

څه شېبه همغسي بې حاله پروت و، بيا راپورته شو ، سترګو ته يې لاس نيولى و او راکښېنوست .په پراخ ډګر کې بې شمېره انسانانو ته يې وکتل ،څنګ ته يې خوږملګرى په ابدي خوب ويده و ، هغه دکلونو ملګرى!

اخ! همغه چې تر پرونه يې ورسره يارانه پاللې وه ، خو نن يې دده په ليدلو يو کوچنى حرکت هم ونه ښود، همغسي په رڼو سترګو يې ورته وکتل ، ده يې لاس ونيو او چېغې يې کړي:رياضه! پاڅه ،لمر ختلى. خو هغه ونه خوځيد ، په وچو شونډو يې موسکا خوره وه ، ګواکې په خوب کې له کومي ښاپېرۍ سره غاړه غړى دى.

ده بيا وخوځاوو، پاڅه کنه! دلمر وړانګې درباندي راغلې، خو هغه بيا هم ونه خوځيد، ده هم نور اوښکې تم نشواى کړاى، پر هغه ورپرېووت ، لاسونه يې ترې تاوو کړل ، دسترګو چېنې يې وبهېدې او دماشوم په شان په کوکارو شو. اه ناځوانه! ولي دي يوازي پرېښودم ، ولي دي دنيمي لاري ملګرتيا وکړه، ولي دي دزمانې څپېړو او ستم ته يوازي کړم؟

په لوى ميدان کې يې چيغې تر لري ،لري رسيدې خو په دې بې شمېره انسانانو کې چا پري قدري ځان هم پوه نه کړ، هغوى هم هغسي په خواږه خوب ويده وو.

دى له ملګري ولاړ شو ، په نګوښېدا تر څه ځايه لاړ ، خو نوره يې پښو يارانه ورسره ونکړه ديوه مړي څنګ ته پر ځمکه کيناست ، په جسدونو کې سترګې خښې کړې، يو، يو ورياد شو ،دهغوى تازه څېرې، کړسنده خنداوي او داتلوليو کيسې!

له مرګ سره په خبرو شو: اف مرګه! څومره ناغېړي دي وکړه ، څرنګه ښکلي ځوانۍ دې واخستي ، څومره پهلوانان دې راوپرزول ، دڅومره مېندو دسترګو تور دې تري واخستل ، خو بيا دي هم وږې سترګې ډکې نه شوې، بيا دي هم په کوم دنګ ځوان رحم نه راغى ، خو نه ته ګرم نه يې ، ته خو يوازي په خپل وخت راځي ، داګولۍ دومره ناځوانه ده چې پلني ،پلني سينې يې سورى، سورى کړي، ډېري ککرۍ يې خاوري کړي ،دزړه له بلې څنډې يې غږ راغى ، نه دګوليو يې څه ؟ ګولۍ خو خپله نه چلېږي ، ګولۍ خو په خپله زړونو نه سري کوي ، دهغه دي لاس مات شي چې دا ګولۍ يې چلولې ، دهمغه چې ډېر ماشومان يې يتيمان کړل، دهمغه حيوان صفته چې ډېري ښځې يې کونډي کړي.”

په ځمکه اوږد وغزيد ، په سپېرو شونډو يې ژبه تېره کړه ، په پښو کې يې نرى درد حس کړ، سترګې يې پټې کړي.

ورياده شوه ، چې نن ښايي دبرات پنځلسمه وي، ځکه دوى دلته په لسم برات راغلي وو، پنځلسم برات! يعني ښه شپه ، حلواوي ، شورباتونه (شب برات) او …

له دې سره دماشومتوب چورتونو په مخه کړ :”دکلي دخټين جومات په برنډه کې ماشومان ،ځوانان او سپين ږيري ناست دي، کوچنيان له کورونو په لوښو کې حلواوي او غړي رازغلوي ، دکلي سپين ږيرى مشر حاجي شيرخان يې ګوله ، ګوله ټولو ته ورکوي . سرې ، سپينې او بادامي حلواوي په غابونو کې اېښې دي، خوږ بوي تري ولاړېږي. ځينو په شکورونو کې غړي را اخستي ، خو ماشومان هڅه کوي چې له بادامي حلواو څخه ګوله ورکړل سي.

دماښام له جمعي وروسته سپين ږيري کورونو ته لاړل ، دى له ځوانانو او ماشومانو سره ټېرونه سوزوي ، پټاکۍ چووې او مرتازمۍ غورځوي.

له خان او جبار سره يوځاى وي او دجبار کلوښو ته يې اور ورکړى وي ، دا ايرانۍ کلوښې دي چې ژر خوله اخلي ،ويې سيځلي او اور يې بل کړ، دشوره ، شوره بات ناري يې پورته شوې.”

هغه ته ورياده شوه:”دشوره بات لوبې يې ختمې کړي او دکلي له ماشومانو سره يوځاى په کورونو ګرځېده ، له يوه تن څخه يې بابا جوړ کړ او لکړه يې په لاس ورکړه،بابا ته يې له وړيو ږېره جوړه کړه او داوړو بوجۍ يې ورپه شاکړه ، له کورونو څخه يې اوړه او غوړي ټولول ،دکوروالاو به کله پرې اواز ووايه او کله به يې هم ګډا پري کوله. اوړه چې به يې ټول کړل ، هغه به يې خرڅول او پيسې به يې ماشومانو په خپلو منځو کې وېشلي ، کله به يې لېږ څه اوړه خرڅ کړل او په هغو به يې خوراکي توکي رانيول او ميله به يې پرې جوړه کړه.

دى په اړخ واوښت، له ځان سره وبونګېد “هغه هم وخت و!”

“دشوره بات شپه به هم تېره شوه ، بيا به روژه را روانه وه ، په روژه کې به کليوالو روژه ماتى مسجد ته راووړ، ټولو به يوځاى روژه مات سره وکړ او بيا به کورونو ته لاړل ، اختر به شو او دخوښيو يو بل پړاو به پيل شو. له ځوانانو سره به يوځاى بازار ته تو ، هلته به دآس څانګي ،بزکشي لوبې ، آټنونه او اګۍ جنګېدې.”

دځوان دپښې درد ورو ، ورو زياتيده ، حلق يې هم وچ شوى و، غوښتل يې ولاړ سي او يو څاڅکى اوبه پيدا کړي ، خو بېسکه په ځمکه پرېووت.سترګې يې پټي کړې ، غوښتل يې بيا دخيالونو په نړۍ کې ديوازيتوب تريخ حقيقت پټ کړي ، خو بريالى نه شو ،ستونى يې وچ و ، لکه ازغي چې په ستوني کې بند وې، هڅه يې وکړه ، په ناړو حلق لوند کړي ، خو ناړي هم وچي شوې وې، آسمان ته يې وکتل ، لمر په تندي ولاړ و ، ګرمي زياته وه ، په څنګ کې پرتو مړو ته يې وکتل ، همغسي بې روحه او دنړۍ له حالاتو ناخبره پراته وو.

سترګو يې يو تيت انځور وليد ، په شنو جامو کې پټ يو کس يې په لوري را روان و، چې څه نژدي شو، ويې پېژاند :اخ! دا خو مي مور ده. مور يې لاسونه وغوړول ، ګواکې غوښتل يې زوى په ټټر پوري ونيسي، ځوان هڅه وکړه ورمنډه کړي دمور په غېږ کې ځان وروغورځوي، خو ويې نشواى کړاى، بيا يې کوښښ وکړ ، مور يې نور هم ورته رانژدې شوه ، په دوه قدمي کې ورته ودريده، په شنو جامو کې سپين ستوري ځليدل ، په شونډو يې په زړه پوري موسکا نڅيده ، لکه ماته خوړلي زوى ته چې آفرين وايې، زوى چېغي کړې مورې!

مور بېرته په شا روانه شوه ، لکه له ورېځو راوتلې سپوږمۍ سوکه ، سوکه له سترګو غيبېده ، دزوى په ستوني کې اغزي جګ شول، بيا يې چيغې کړې :مورې ! مه ځه ، مورې!

او له دې سره يې سر يوې خوا ته کوږ او سترګې پټې شوې .

والسلام

دبرات پنځلسم /١٤٣١ هـ ق



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.