د ښځو ځیني مشهور منکرات! ( اوله برخه )

مفتي عبدالباقي احسان

ښځه شرعا اجازه نه لري چي لوړو سنډلانو کي بهر ووزي!
و لایجوز لها أن تلبس الکعب العالي و تخرج به أمام الأجانب عنها، لما في ذالک من جذب انتباه الناس الیها، و قد نهیت عن کل ما ینم عنها، و یلتفت الأنظار الیها. الکبائر و المناهي الشرعیة للنساء ص ۶۸۲ طبع: مؤسسة الرسالة، بیروت.

ژباړه: ښځي ته ( شرعا ) نه ده روا چي لوړو پوندو والا سنډلان په پښو کړي او د پردو خلګو و مخ ته را ووزي، ځکه چي په دغه کړنه سره د پردو خلګو پام ځان ته اړوي.
او ښځه د خوشبویي لګولو څخه ( د پردو خلګو په په مخ کي ) ( د سورة النور په ۳۱ آیت کي ) منع کړل سوی، همدا ډول د هغه کار څخه هم منع کړل سوی چي د خلګو نظر دې ته ور اوړي.

ښځه شرعا اجازه نه لری چي مردانه خیاط ته ولاړه سي!

نهی المرأة عن الذهاب للحائک أو الخیاط لحیاکة ملابسها، و ذالک لما مضی … من النهی عن الخلوة و الاختلاط بغیر المحارم من الرجال الأجانب عن المرأة، و نهیها عن ابداء زینتها أمام غیر محارمها، و حیاکة الملابس تستدعي الا طلاع علی تفاصیل جسد المرأة . الکبائر و المناهی الشرعیة للنساء ص ۶۸۱ طبع: مؤسسة الرسالة بیروت.

د ژباړي خلاصه: و ( نارینه ) خیاط ته ښځه د جامو کنډلو لپاره ( د تګ څخه شرعا) منع کړل سوې ده، له وجه د هغه دلائلو چي تیر سوه چي یوځای والی او ګډوالی د ښځي د پردو خلګو سره، خپل د زینت ځایونه هغو ته ور ښکاره کول ( شرعا ) منع کړل سوی دی، په خیاطي کي ( د جامو نیولو په وخت کي، خیاط ) د ښځي د ټول بدن اندازه ځان ته معلوموي.

روی الطبراني بسند صحیح أن رسول الله صلوات الله و سلامه علیه قال: ( لأن یطعن في رأس أحدکم بمخیط من حدید خیر له من أن یمس امرأة لا تحل له) . الابداع في مضار الابتداع ص ۳۸۹ طبع: دار الکتاب العربی بمصر، طبع قدیم.

ژباړه: طبراني په صحیح سند سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چي ده صلی الله علیه وسلم ویلي دی: ( چي سړی د اوسپني په ستنه په سر کي ووهل سي، ( دغه وهل ) مذکوره سړې ته تر دې خیر دی چي پردی ښځه مسحه کړي.)
کله چي خیاط د پردۍ ښځي ناپ اخلي، د ټوله بدن مسحه کول لازمي خبره ده.

د لیوره او اخښي څخه ستر واجب دی!

د ښځي محارم هغه ته ویل کیږي چي د ابد الابد لپاره یي د سړې سره نکاح جائز نه وي، لکه: مور، خور، لور، عمه، وریره او داسي نور، د ښځي لپاره هغه سړیان چي حالا یي نکاح ور سره جائز وي، یا خو یي حالا د یو مانع له وجه نکاح نه وي ورسره جائز، خو د دغه مانع په لیري کیدو سره یي نکاح جواز پیدا کوي لکه د خوښیني د اخښې سره، چي حالا د دوی ترمنځ نکاح نه ده روا، ځکه چي د اخښي په نکاح کښې یي د خوښیني خور ده، او جمع بین الاختین جواز نه لري، خو که چیري دغه خور یي مړه سي، بیا د اخښې سره د دغه خوښیني نکاح روا ده، همدا ډول د لیوره او ورینداري حکم دی، نو د دوی ترمنځ حرمت ابدي نسو بلکه موقتي سو، ځکه نو لیور او اخښی د محارمو څخه نه دي، د دوی څخه هم ستر په هغه ډول واجب دی لکه د نورو بیګانه خلګو څخه چي واجب دی.
و سئلت ( دار الافتاء المصریة ) عن کشف المرأة رأسها أمام زوج أختها و أخي زوجها حرام أم لا؟
فأجابت لها: لا یجوز للمرأة شرعا أن تظهر محاسنها و لا شیئا من عورتها، الا لزوجها و محارمها، و لیس زوج أختها من محارمها، و لا أخو زوجها ممن ذکر، فهما أجنبیان بالنسبة لها. الکبائر و المناهی الشرعیة للنساء ص ۷۱۸ طبع: مؤسسة الرسالة بیروت.
اخت امرأته هی عندي بالمنع أحری، و ذالک بین فیها، فان الحرمة التي بینه و بینها لیست کالحرمة التي بینه و بین أم زوجه و ابنتها، فان هذه حرمة تزول بموت الزوج، أو طلاقها، و تلک لاترتفع، فظهر الفرق، و غض البصر واجب باطلاق، لأنه یقع بینهما زواج لو لا اختها. کتاب النظر في احکام النظر بحاسة البصرص ۳۱۸ طبع: دار احیاء العلوم، بیروت لبنان.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.