افغانستان

غزني کې د ملي اردو د وژل شوي افسر مړی وموندل شو

نن ټکی آسیا: په غزني کې د ملي اردو د هغه پوځي افسر مړی موندل شوی،چې ګومان کېږي څو ورځې وړاندې د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ د زردالو سړک په سېمه کې د طالبانو له لورې نیول شوی و.
له سیمې څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې دا هزاره توکمی افسر تېره اونۍ طالبانو د یوه کمين په ترڅ کې نیولی و .

د قره باغ د برلې کلي اوسېدونکي وايي، چې وړمه شپه ګډو ځواکونو د دوی کلی محاصره کړی، درې کلېوال یې وژلي او دولس تنه نور ، چې د کلي د جومات د حجرې درې واړه طالبان هم پکې شامل دي،دغو ځواکونو له ځانه سره وړي دي.
د غزني امنیتي چارواکي د غزني ښار ته څېرمه د خپل پوځي افسر د مړي موندل تائیدوي؛خو د نوموړي د هویت او د پېښي د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x