فارياب: د پوليسو د هوان په بريد کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۶): د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله د لسو ماشومانو په ګډون ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه پرون ماښام ناوخته د يادې ولسوالۍ په تورته عطا کلي کې رامنځته شوې ده.

د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان مني چې د هوان مرمۍ له امله ياده مرګ ژوبله رسېدلې خو وايي، چې دوی يې په اړه پلټنې پيل کړي ترڅو معلومه کړي چې د هوان مرمۍ د چا له لوري توغول شوې ده.

د دولت اباد د کلينک چارواکي وايي، چې په پېښه کې ديارلس کسان وژل شوي چې لس ماشومان دوه ميرمنې او يو نارينه دی چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغه پېښه کې د ۳ ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون ۴ تنه نور ټپيان دي چې ټول سوځېدلي دي او اوس مهال د تداوۍ لاندې دي.

د دغه کلي يوه ملک خان محمد وايي، چې له يادې څوارلس کسه کورنۍ څخه يواځې يو کس ژوندی پاتې دی.

د فارياب د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک پېښه تائيدوي او ويلي يې دي، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د ۱۶ نمبر پوستې څخه د هاوان مرمۍ توغولې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

کلیوالو د پېښي په اړه رسنیو ته ويلي چې د هوان مرمۍ د سيمه ييزو پوليسو له لوري توغول شوې وه چې ددوی په کلي کې ولګیده او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړل.

د فارياب ولايتي چارواکي او د امنيې قوماندانۍ مسئولين په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

طالبانو ويلي، چې ياده مرګ ژوبله د هوان ګولۍ نه بلکې د دولتي ځواکونو د ډيسي توپ مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې چې دوه ښځې او دولس تنه ماشومان پکې وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې د دولتي ځواکونو او امريکايي ځواکونو په عملياتو او هوايي بريدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ډیره شوې ده، چې په اړه يې بشري ټولنې او حکومتي چارواکي چوپه خوله دي.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

یوه تبصره

  1. دیارلس ماشومان کومه لویه خبره نه ده او خظایی کی وژل شوی او د دجال د مبارک توپ په مبارکو ګولیو وژل خو ګناه نه ده ، دجال د دوی خدای او دوی دحال زیږول او دجال یی وژنی هم .
    لویه خبره دا چه یو ځانګړی هیت به هلته ولیږی چه د دغه قضیی څیړنه وکړی او له څیړنی وروسته به تر هغی نوری اونوری رامنځته شوی دغه به هیره شی غم یی مه کوی مهم څه چه دغلامانو د پاره دی هغه د ډالرو بهیر او مقامونه دی د پکولو او جاکټو سره سری او شنی نیکټایی او ښکلی قیمتی دریشی دی او د ع او غ میکپونه او فیشنونه او رسم ګذشت دی .
    حیرانوکی یی بیا دا چه دواړه ارت ارت روان وی ، کابل کی یو دکان مخی ته ولاړ ووم یو کس چه فیشن یی هم جوړ کړی وو سرک کی ارت ارت روان وو ، هغه دکاندار وایی دغه کس پیژنی دغه ژباړن دی . مونږ ویل دغه ارت ارت تګ نو د څه دپاره کوی هغه ویل دا دزباړنو یو عملی زده کړه ده هره شپه ورسره امریکایان لواطت کوی . نو داسی معلومیږی چه دا لواطت د ع او غو سره هم ترسره کیږی ځکه فیشنی او ارت ارت روان وی ، یعنی خوږیږی ځکه ارت ارت روان وی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.