Karzai-and-Obama

کرزي د هسکې مینې بمبار «بشرضد جنایت» وباله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې په عامو خلکو د امریکايي ځواکونو بمباري غندلې.

د نوموړي لخوا په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې په پیښه خواشیني ښودل شوې او هغه یې «د بشر ضد جنایت او د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل» بللی.

کرزي په امریکایانو غږ کړی چې له تروریزم سره د جګړې په نامه دې له افغان وژنې لاس واخلي.

وړمه ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د پاپین په سیمه کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو لاس پورې کړی و، چې په ترڅ کې یې بهرنیو ځواکونو یو موټر بمبار کړ او د یوې کورنۍ ۸ غړي یې ووژل.

د راپورونو له مخې کله چې سیمې ته خلک د مړو د انتقال لپاره ورسیدل امریکايي الوتکو یو ځل بیا سیمه بمبار کړه او ۶ تنه نور یې ووژل.

په دواړو پیښو کې ګڼ نور خلک ټپیان شوي هم دي.

د هسکې مینې ولسوال سازولي شینواري تایید کړې چې په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي په نښه شوي. د هغه په وینا د وژل شوو کسانو جسدونه له پیژندګلوۍ وتلي او غوښې يې په بوجیو کې راغونډې او خاورو ته سپارلي دي.

خو په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو، چې ځان «قاطع ملاتړ» هم بولي، وايي چې په موټر کې اسلحه بار وه او ټول وژل شوي کسان «جنګیالي» وو.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې یاده پیښه غندي چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو د خپلې پالیسۍ له مخې په افغانانو د امریکايي ځواکونو په بمبار چوپتیا غوره کړې.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

دا سمه ده چه د ع او غ به کجه او هغه هم د هغه د رباست له وخت وروسته او هغه هم د بیا ریاست د پاره او هغه هم د هماغه پرونو بادارانو په خوښه او هغه هم هغه وخت کوی چه له کوره یی د شنو سترګو او سرو ویښتانو ماشومان راووتل نو د هسکی مینی او یا اجین ولسوالی او داسی نوری فاجعی او وحشت تقبیح کوی او هغه هم یواځی تقبیح کومی عملی کړنی نشته . د اچین د مور بم مقابل کی یی د بوچ عملی کړنو اعلان هم وکړو او دای وویل چه… نور لوستل »