افغانستان

طالبان: د اسلامي شريعت په رڼا کې د نړۍ هيوادونو سره ښې اړيکې غواړو

د افغانستان وسلوالو طالبانو د خپلو نړيوالو اړيکو او کړنلارې په اړه د اونۍ په رسمي تبصره کې  کې څرګنده کړې چې، د دوی کورنۍ او بهرنۍ تګلاره د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړه شوې او د افغانستان د لوړو ګټو، ځمکني تماميت او د ولس د هراړخيزو حقوقو د ساتلو لپاره مبارزه کوي.

 

په دغه تبصره  کې راغلي چې، دوی خپل هيواد کې د سولې او امنيت په موخه له ګردې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او د متقابل درناوي او برابري پر اساس د نړۍ له ټولو هيوادونو سره اړيکې غواړي.
تبصره زياتوي چې، نه د چا په کورنيو چارو کې مداخله کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي. خبرپاڼه وايي چې، پر خپل هيواد او هيوادوالو هيڅ رنګه جبر، ظلم او تېری نشي زغملی.

د اونۍ په تبصره کې د نړۍ پر زبرځواکو هيوادونو هم نيوکه شوې چې، تل د خپلو ګټو لپاره د کمزرو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلو ګټو لپاره په دغو هيوادونو کې شخړو او لانجو ته لمن وهي. طالبانو د نړۍ د مسلمانو هيوادو پر حالت هم انديښنه ښودلې چې، د نړۍ قوي او ځورواکو لخوا تر پوزې راغلي او تل د دوی له لوري مصيبتونه او غمونه ګالي.

طالبانو ويلي چې، د نړۍ او سيمې د هيوادونو د ستونزو اصلي لامل د نورو په چارو کې مداخله ده. طالبان د نړۍ او ځانګړې توګه د سيمې له هيوادو هم ناراضه ښکاري چې، د دوی پر خلاف ناسم او منفي څرګندونې کوي. طالبانوله يو شمېر هيوادو ګيله کړې چې، کوشش کوي دوی ته لارښوونه وکړي او پر دوی خپل شرطونه منل غواړي؛ چې دوی ورته هڅ اړتيا نلري او نه يې زغملی شي.

په تبصره ويل شوي چې، دغسې څرګندونې د دوی په داخلي چارو کې مداخله ده او دوی يې هيڅکله نشي زغملای. اعلاميه کې ټينګار شوی چې، دوی د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي مګر دا په دې مانا نه، چې دوی دې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.

 

طالبانو ويلي چې، افغانستان د دوی هيواد دی نه د نورو او دوی په دې اړه د فيصلې حق لري نه پردي هيوادونه. د اعلاميې په اخر کې راغلي چې، د افغانستان د اساسي قانون رد يا منلو فيصله به د بهرنيانو له وتلو وروسته د افغانستان مسلمان ولس کوي او هيڅوک حق نلري چې، په دې اړه زموږ په چارو کې مداخله وکړ.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x