د ننګرهار غمیزه

یو بل امریکایي جنایت

ابو یاسر افغان

د امریکایي وحشي یرغلګرو په هوایي بمبار کې یو ځل بیا د ننګرهار ولایت پۀ هسکه مېنه ولسوالۍ کې ۱۶ تنه عام مسلمانان په شهادت رسول شوي چې د یوې کورنۍ په کې ۸ تنه او د بلې پۀ کې ۴ تنه شامل دي… خو امریکایي عسکر وایي چې موږ وسله وال پۀ نښه کړي دي! دا پۀ داسې حال کې ده چې امریکایانو د تېرې جولایي میاشتې په ۲۵مه نیټه هم د هسکې مینې په ولسوالۍ کې په هوایي بمبار سره ۲۵ تنه ملکي وګړي پۀ شهادت رسولي وو، خو هغه وخت هم ارګ میشتې پلورل شوي چارواکي پرې ګونګ پاتې شول او دا ځل یې د اګست د میاشتې په ۱۱ نېټه بیا بمباري وکړه، ۱۶ تنه بې ګناه ولسي وګړي یې ووژل، خو ارګ د تېر پۀ څېر بیا هم مجرمانه خاموشي غوره کړی ده. راځو اصلي مطلب ته چې:
دلته هر مسلمان د دوی پۀ نظر ترهګر دی، اوس ټول پوهیږو چې امریکا د یوه تنظیم یا ګوند نه، بلکې د اسلام او ټول اسلامي امت پرضد جګړه پېل کړی ده، نن دی څوک ځان پۀ دې نۀ غولوي چې امریکا خو د یو څو مشخصو وګړو پسې ګرځي، بلکې دا دې وګوري چې امریکا یواځې په یوه نیمه لسیزه کې څه د پاسه یو میلیون مسلمانان ووژل، په دغو مسلمانانو کې هره طایفه یعني وسله وال او بې وسلې، کلیوال او ښاریان، ښځې او ماشومان، بوډاګان او ځوانان دغه ټول شامل دي، آن تر دې چې کومو مسلمانانو له دغو جګړو تېښته کوله هغوی هم پۀ لویو لارو او موټرو کې پۀ نښه شول، تاسو فکر وکړئ چې یو امریکایي عسکر پۀ عراق کې د ۲۹۰۰ تنو مسلمانانو د وژلو مسؤلیت واخېست او پر خپل دغه جنایت یې فخر هم وکړ، آیا چا څه ورته وویل؟ نه، او نه به یې ورته ووایي ځکه چې هر امریکایي عسکر جنایت کار دی او لوړ پوړي چارواکي یې تر دوی زیات جنایت کار دي، دوی لۀ یوې مخې حرامیان دي او ملګري یې بیا ایمان پلورونکي او تن پلورونکي دي چې د دوی جنایات ورسره تکرار او تاییدوي، هر ځل چې دوی مسلمانان پۀ نښه کړي، ښه پوهیږي چې ښځې او ماشومان دي، خو بیا هم وایي چې دوی ترهګر وو او موږ خپل هدف رسا ویشتلی دی … هوکی! دوی خپل هدف درست ویشتلی چې هغه بې ګناه مسلمانان دي، د دوی هدف د اسلامي امت قتل عام دی او دوی پۀ هر حالت کې خپل هدف ته ژمن دي، خبر به یاست چې اشرف غني یو ځل بیا د بلیک واټر امریکایي شرکت سره د افغانانو د وژنې تړون کړی دا هماغه بلیک واټر دی چې صرف او صرف یهودي عسکر دي ورسره، ټول یې حرموني او په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.
اصل کیسه داده چې امریکا نه خو پۀ افغانستان کې امن غواړي او نه هم پۀ نوره نړۍ کې، دا ځکه چې د دوی ګټه په جګړه کې ده او که جګړه نۀ وي امریکایي اقتصاد به فلج شي کوم چې پۀ وسلو خرڅولو رغیدلی دی.
راځئ! چې د نړیوال کفر خلاف په هره ممکنه او روا توګه مبارزه وکړو، دغه دجالي امریکا، ناټو او غلامان یې یوازې د زور پۀ ژبه پوهیږي، دوی سره د سولې او خبرو میز ته کېناستل پۀ خپل ځان ملنډې وهل دي، راځئ چې د دوی سره همغه شان عمل وکړو څنګه چې اسلام یې حکم کوي، همغه عمل چې جهاد نومیږي.
هوکی! د ننګرهار پۀ اچین ولسوالۍ کې د ۱۶ تنو ملکي وګړو شهادت کومه سهوه نه بلکې یو قصدي عمل ؤ، چې نن امریکایي چارواکي پرې فخر هم کوي او وایي چې موږ ترهګر وژلي، لۀ همدغې ادعا یې پوه شئ چې دوی هر مسلمان ته ترهګر وایي، موږ باید پۀ دې ځان تېر نه باسو چې امریکا یوازې وسله وال کسان پۀ نښه کوي، وګورئ افغانستان، عراق، صومالیا، سوریه او یمن کې د دوی پۀ ۹۰%سلنه حملو کې بې ګناه او تش لاسي مسلمانان پۀ نښه شوي او دغه لړۍ لا دوام لري، داسې ښکاري چې هر امریکایي پوځي د سلو تنو څخه د زیاتو مسلمانانو د وژلو په نیت راوتلی او خونخوار غلامان یې بیا د همدغو قاتلو امریکایانو د ظلمونو او وحشتونو ملاتړ کوي، نو پس! راځئ چې جهاد وکړو او لۀ دغه ذلته خپل امت وباسو.

د نړیوال کفر د ماتېدو پۀ هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.