کوټه: پښين سټاپ کې د چاودنې له امله د پوځ په شمول ۱۵ مړه او ۳۲ ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): نن د شپې ناوخته د کوټې ښار په پښین سټاپ کې د پوځ پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې د لومړیو شمېرو سره سم ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي چې مونږ تر اوسه د ۱۵ کسانو د وژل کېدو خبر تاییده وو، او ۳۲ تنه نور ټپیانو کې شمیرو.

نوموړي وویل چې چاودنه د پوځ پر یوه موټر باندي وشوله. او زیاته یې کړه چې په مړو او ټپیانو کې پوځ او ملکي کسان دواړه شامل دي.

د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند انوار الحق کاکړ هم ورته معلومات ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ رسنیزي ادارې (ISPR) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په پيښه کې ۸ پوځیان وژل شوي دي، او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پيښې وروسته په کوټه ښار کې بیړنی امنیتي حالت اعلان شوی دی.

باید وویل شي چې پېښه په داسي ورځو کې را منځته کیږي چې پاکستان د ۱۴م اګست په مناسبت د خپلواکۍ ورځ لمانځي او په لویو ښارونو کې ځانګړي مراسم ترتیبوي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته وویل چې دا پيښه د امنیتي ترتیباتو پر «کمزورۍ» دلالت نه کوي، بلکې «تروریستان» نه غواړي چې زمونږ هیوادوال د خپلواکۍ ورځ ولمانځي.

د نوموړي په وینا د ټول ښار د روغتونونو د ډاکټرانو رخصتیاني لغوه اعلان شوي، ټول به خپلو دندو ته پر وخت حاضریږي.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.