fbpx

د ښځو ځیني مشهور منکرات!(دوهمه برخه)

مفتي عبدالباقي احسان

د ښځو د سر د ویښتانو د پرې کولو شرعي حکم:
ښځو ته شرعاً جواز نسته چې بې له ضرورته د سر ویښتان پرې کړي، یا یې وخریي، ځکه چې د سر د ویښتانو خرېیل یا لنډول د نارینه وو کار دی، که ښځه بیله ضرورته دغه کار وکړي؛ د نارینه وو سره یي مشابهت راځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه ښځو لعنت ویلی دی چې د نارینه وو سره مشابهت کوي. د ښځو د ویښتانو لنډول نن سبا داسې دود ګرځیدلی لکه دغه کړنه چي بالکل ګناه نه لري، ځکه نو غواړم چې په دغه باره کي لږ په تفصیل سره بحث وکړم.
د ویښتانو د لنډولو او خرېیلو د منع په باره کي وارد سوی حدیث:
عن علي رضی الله عنه قال: نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم أن تحلق المرأة رأسها. النسائي ج ۲ ص ۲۷۹ کتاب الزینة، باب: النهی عن حلق المرأة رأسها.
ژباړه: حضرت علی کرم الله وجهه فرمایي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځه د سر خرېیلو څخه منع کړې وه.
و منه الحدیث ( لعن الله المجممات من النساء) هن اللاتي یتخذن شعورهن جمة تشبها بالرجال. النهایة لابن الأثیر ج۱ ص ۳۰۰ طبع: دار احیاء التراث العربي.
ژباړه: الله جل جلاله پر هغه ښځو لعنت ویلی چې تر اوږو پوري ویښتان پریږدي( د جمة په عربي کې مختلفې معناوې راغلي؛ خو دلته مراد ورڅخه دغه معنی ده) ( ماتدلي من شعر الرأس الی المنکبین )
په احادیثو یا د فقهاوو په عبارت کي مراد د خرېیلو څخه کمول دي، هغه که په خرېیلو سره وي او که په کمولوسره.
المراد بحلق شعر رأسها ازالته، سواء کان بحلق لو قص او نتف أو نورة، فلیحرر. غمز عیون البصائر شرح اشباه النظائر ج ۳ ص ۳۸۱ طبع: ادارة القرآن کراچي.
ژباړه: مراد د سر د ویښتانو د خرېیلو څخه؛ د ویښتانو لیري کول دي، هغه که په خرېیلو، لنډولو، کښلو او د دوا په ذریعه رژولو سره وي.
د ويښتانو لنډول د نصاب الاحتساب د مصنف په نظر:
ذکر فی النوازل في کتاب النکاح سئل ابوبکر: عن امرأة قطعت شعرها، قال: علیها أن تستغفر الله تعالی، و تتوب و لا تعود الی مثله، قیل: فان فعلت ذالک باذن زوجها، قال: لا طاعة لمخلوق في معصیة الخالق، قیل له: لم لا یجوز ذالک لها؟ قال: لأنها شبهت نفسها بالرجال، و قد قال النبي صلی الله علیه وسلم ( لعن الله تعالی المتشبهین من الرجال بالنساء و المتشبهات من النساء بالرجال) و لأن الشعر للمرأة بمنزلة اللحیة للرجل، فکما لا یحل للرجل أن یقطع لحیته لا یحل للمرأة أن تقطع شعرها. نصاب الاحتساب ص ۱۴۲/ ۱۴۳ طبع: دار الکتب الشرعیة کوئټه.
ژباړه: د کتاب النوازل په کتاب النکاح کښې ذکر شوي چي د ابوبکر رح څخه د ښځي د ویښتانو د پرې کولو په باره کي پوښتنه وسوه، ده ورته وویل چي ( که کومې ښځي دغه کار کړی وي ) توبه دي وکاږي او دغه فعل دي بیا نه تکراروي، بیا پوښتنه ورڅخه وسوه چي که چیري ښځي دغه کار د میړه په اجازه کړی ؤ، ده ورته وویل چي د مخلوق خبره منل د خالق په نا فرماني کي ( دې ته شرعا جواز ) نسته، بیا ورڅخه و پوښتل سوه چي دغه کار ولی ناروا دی؟
د حرمت اوله وجه: ده ورته وویل چي ښځه په دغه کار سره ځان د نارینه وو سره ورته ( مشابه ) کوي او نبي کریم صلی الله فرماییلي دي چې: ( د الله جل جلاله لعنت دي پر هغه نارینه وو وي چي د ښځو سره مشابهت کوي، همدا ډول دي لعنت وي پر هغه ښځو چي د نارینه وو سره مشابهت کوي )
د حرمت دوهمه وجه: د ښځي لپاره ( د سر ) ویښتان داسي دي لکه د نارینه لپاره ږیره، لکه څرنګه چي د نارینه لپاره د ږیري وهل ناروا دي، په همدې ډول د ښځي لپاره ( د سر ) د ويښتانو پرې کول جواز نه لري.
د ویښتانو پرې کول د علامه طحطاوي له نظره:
و فیه ( المجتبی ) قطعت شعر رأسها أثمت و لعنت، زاد في البزازیة: و ان باذن الزوج، لأنه لا طاعة لمخلوق في معصیة الخالق، و لذا یحرم علی الرجل قطع لحیته، و المعنی المؤثر التشبه بالرجال، قوله ( أثمت ) محمول علی ما اذا قصدت التشبه بالرجال، و ان کان بوجع أصابها فلا بأس به. حاشیة الطحطاوي علی الدرالمختار ج ۴ ص ۲۰۳ کتاب الحظر و الاباحة، فصل: في البیع – طبع: مکتبة رشیدیة کوئټه.
د ويښتانو پرې کول د علامه ابن اللیث سمرقندي له نظره :
قال الفقیه أبواللیث السمرقندي رحمه الله: امرأة حلقت رأسها لوجع أصابها لا بأس به، و الا فهو مکروه. فتاوی النوازل ص ۲۰۵، کتاب الکراهیة، مسائل متفرقة.
د پورتني کراهة څخه مراد کراهة تحریمي دی، نه کراهة تنزیهي.
و المراد بعدم الجواز کراهیة التحریم، لما في مفتاح السعادة: لو حلقت، فان فعلت ذالک تشبها بالرجال، فهو مکروه، لانها ملعونة. غمز عیون البصائر شرح اشباه النظائر ج ۳ ص ۳۸۱ طبع: ادارة القرآن کراچي.
دا بحث ډیر غټ او وسیع دی، که پوره تفصیل پکښې کوو شاید ډیر وخت ونیسي، د عوامو لپاره همدومره کافی دی چي څوک د عمل کولو اراده لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د