fbpx

ورلډ کپ: نیوزیلنډ جنوب افریقې ته ماتي ورکړه، او سیمي فاینل ته ورسید

newzealand_vs_south_africa

نن ټکی آسیا: نن د کرکیټ ورلډ کپ په درېمي لوبه کې نیوزیلنډ جنوب افریقې ته ماتی ورکړه، او د سیمی فاینل ته یې لاره وموندله.

نن د نیوزیلنډ کپتان د لوبي ټاس وګټي او اول یې د بېټنګ فیصله وکړه، او په خپل وار یې په پنځوسو اورو کې صرف 220 منډي جوړي کړې.

د نیوزیلنډ د خوا غوره لوبغاړی جیسی رایډر وو، چا چي په یوازي سر د سخت فشار په وخت کې 83 منډي جوړي کړې.. دوهم کس روس ټایلر چې 43 او ځوان لوبغاړی کین ویلیمسن 38 منډي جوړي کړې.

د جنوب افریقې له خوا د بالنګ ښه مظاهره وسوله، تر ټولو ښه بالر مورن مورکل وو، چا چي په 8 اورونو کې 3 وکټه واخیستله، بیا عمران طاهر چې په نهه اورنو کې 2 او ډېل سټېن په لسو اورونو کې 2 او په اخیر کې روبین پیټرسن 1 لوبغاړی اوټ کړ.

د افریقایانو لپاره د نیوزیلینډ له خوا چنداني هدف نه وو جوړ سوې مګر بیا هم ونه توانېدله چې دغه وړوکۍ هدف تر لاسه کړي، او لوبه وګټي..

د جنوب افریقې ټوله لوبغاړي په 172 منډو جوړولو سره آوټ سوله، حال دا چې تر اوسه لا 6.4 اوره لوبه پاته وه.
د جنوب افریقې له خوا اول کس هاشم آملا صرف په 7 منډو جوړولو سره آوټ سو، مګر بیا وروسته د ګرېم سمیت او جېک کالس له خوا یو ښه پاټنر شپ جوړ سو، او تر 69 منډو پوري دوی دواړو یو ځای لوبه سره وکړه، مګر ګرېم سمیت په 28 منډو جوړولو سره آوټ سو..
پسې په سي جېک کالس د 47 انفرادي منډو په جوړولو سره اوټ سو، او بیا اې بي ډي ولیرز چې کله رن آوت (په ځغستا کې پاته) سو نو د لوبي مخ د نیوزیلنډ خوا ته واوښتی، او پاته ټوله لوبغاړي یو په بل پسې آوټ سوله..
صرف فاپ ډي پلیسس وتوانیدې چې لږ مقاومت وکړی، او 36 منډو جوړولو سره آوټ سو.
په اخیر کې ټوله لوبغاړي صرف په 172 منډو جوړولو سره آوټ سوله… او په 49 منډو یې ماتي وخوړه.
او جنوب آفریقا د ورلډ کپ څخه ووتله… د یادوني وړ ده چې جنوب افریقا تر اوسه یو نړیوال کپ هم نه دی ګټلی…
نیوزیلینډ راتلونکې لوبه (سیمی فاینل) به د سیرلانکا یا انګلستان سره وي، او دا به صبا مالومیږی..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د