د عطاء نور ورستۍ خبره د نورو لپاره پند

لیکوال: سعید احرار

د ګډ حکومت د بلخ لپاره ظاهراً والي، خو په اصل کې د شمال امپراتور په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې امریکایانو له مونږ څخه د طالبانو (ولس) په ضد جګړه کې ګټه واخیسته، خو وروسته یې د پیپسي د بوتل په څېر لرې وغورځولو.
د عطاء نور دا اقرار که څه هم ډیر وروسته په خوله راغلی؛ خو د پاتې شونو امریکایي مزدورانو لپاره ښه د پند خبره ده.
د اشغال له وسایلو یوه وسیله همدا ده چې له داخلي کرایي مزدورانو څخه کار واخلي، خو هر وخت یې چې کار تمام، یا هم کار کنسل شو؛ بیا له داخلي مزدورانو سره د وفا خبر نشته، بس لکه د پیپسي بوتل غوندې یې لرې غورځوي. چې ښه مثال یې د داخلي کرایي سرتېرو دی. ترڅو چې ژوندي وي او د غربي اهدافو د تحقق لپاره کار کولای شي؛ دوی هم ورسره مرسته کوي، خو کله چې له ولس سره په جګړه کې وژل کیږي، یا هم زخمي کیږي او د دوی اهدافو ته کار نشي کولای؛ بیا یې ولاکه پېژني هم! آن تر دې چې کله کله رسنۍ راپور ورکړي چې وژل شویو سرتېرو ته څو متره کفن هم نه ورکوي او په ځینو حالاتو کې خو خلک رسنیو ته دا هم وایي چې دګډ حکومت د عسکرو د جسدونو له بوی څخه په تنګ راغلې یو او چارواکې یې جسدونه کورنیو ته نه انتقالوي.
نو په داسې حالت کې چې اصلاً له کرایي مزدورانو سره وروسته له مطلبه هېڅ شان وفا او عهد نشته، چې خپله کرايي مزدوران هم دا حالت حس کولای شي؛ او هر کله چې امریکا وغواړي دوی په میدان پرېښودلای شي؛ ښه دا ده چې همدا کرایي مزدوران له دولت مشر را نیولې بیا تر ادنی ماموره خپل ځان وپېژني او له خپل ولس سره جګړه بس کړي. ځکه له مؤمن ولس سره جګړه هیڅ کله د دوی لپاره ګټونکې نده. له یوې خوا به یې دنیا برابره او خپل ولس ته به شرمېدلی نه وي، له بل پلو به یې آخرت ته دروند زیان نه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

PAKISTAN AND ISI ALSO SAME THING,
DID YOU KNOWS ABOUT USTAAZ YASER/MULA BROTHER/ABDULSALAM ZAEEF ,,,
PAKISTAN ALSO USE AFGHAN TALIBS FOR POLITICAL STRATEGY/
TALIBS MUST THINK AND STOP KILLING OF AFGHANS
THANK YOU