نړۍ

امريکا : لاريون کوونکي په موټر وهل شوي ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): د امريکا په ويرجينيا ايالت کې د سپين پوستو په لاريونوالو موټر خېژول شوی، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه د دغه ولايت په شارلېټس ويل ښار کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ۳ تنه وژل شوي او ديرش تنه نور ټپيان دي.

د ويرجينيا والي، تري مک اوليف چې خپله هم سپين پوستی دی رسنيو ته په غوسه وويل، هغه کسانو ته يې پيغام دا دی چې سپين توکمه له نورو غوره ګڼي. چې خپلو کورونو ته ولاړ شي، ځکه چې په وينا يې نه دلته او نه د امريکا په نورو برخو کې د دوی ځای شته.

نوموړي په دغه ښار کې د وروستۍ پېښې او لاريونونو له مله بيړنی حالت اعلان کړی.

د دغه ښار د پوليسو مشر ال تهامس رسنيو ته ويلي، هغه کس يې نيولی چې په خلکو يې موتر خېژولی و.

د پولیسو په خبره، موټروان جیمز الکس فیلډ جونیور نومېږي، سپین پوستی او د اوهایو ایالت اوسېدونکی دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي، چې د ترهګرۍ لپاره په دغه هېواد کې ځای نشته.

د ياد ولايت په شارلټس ويل ښار کې سپين پوستو د شنبې په ورځ د ” unite the right” په نوم د يو لوی لاريون ترتيب نيولی و، چې د ټولې امريکا نه ورته سپين پوستي راټول شوي و.

د دغه لاريون پر مهال يوه ډله نور خلک هم راووتل چې د دوی پر ضد يې لاريون پیل کړ او ترمنځ يې اخ وډب آن د موټر خېژول هم رامنځته شول.

دغه لاریونونه د امريکا د پخوانۍ کورنۍ جګړې د يو جرنيل (رابرټ لي) د مجسمې د کوزولو پر ضد شوي، چې زياتره سپين پوستي امريکايان د دغو جنګي جرنيلانو د مجسمو لرې کول د خپلو اتلانو سپکاوی بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x