د اسان تفسیر د خپرې شوي برخي مخ کتنه وشوه

فضل من الله قاضيزی

تيره پنجشنبې، د روان کال د زمري د مياشتي پر ۲۲مه په کابل کي د دانش د خپرندويي ټولني د مشر ښاغلي اسد الله دانش په بلنه د دغي ټولني د غونډو په صالون کي د هیواد د وتلي لیکوال استاد عبدالمالک همت د اسان تفسير د توبې د برخي مخکتنه وشوه.

په یاده غونډه کي د دانش خپرندويي ټولنې غړو او کارکوونکو، کابل میشتو عالمانو، لیکوالانو، فرهنکیانو او د پوهنتونونو استادانو، محصلينو او ګڼ شمېر مينه والو برخه اخيستې وه.

غونډه د افغانستان د علمي او فقهي څیړنو د مرګز د مشر استاد قاري عنایت الله عادل له خوا د قرآن کريم د توبې د سورې د څو آيتونو پهتلاوت پيل شوه او ورپسې د دانش خپرندويي ټولنې مشر، عالم او جهادی شخصیت ښاغلي اسدالله دانش راغلو میلمنو ته د پرانیستې او ښه راغلاست وینا واوروله. بيا مورخ او نوموتي لیکوال استاد عبدالمالک همت د غوندي له ټولو  ګډون کوونکو څخه مننه وکړه چې د ده د اسان تفسیر د مخ کتنې غونډه کې یې برخه واخیسته او د خپل اسان تفسیر په خپره شوی برخه (سورت توبه) يې رڼا واچوله او ویې ویل چې یاد تفسیر به په ګډه تکمیل ته رسوو او زه ستاسو مخلصو نیوکو او لارښونو ته ضرورت لرم تر څو د تفسیرنيمګړتياوي  ليري، مسلمانان ښه او غوره ګټه ځني واخلي او ستاسو اجر ترلاسه شي. ورسته ښاغلی سپين سهار د دانش خپرندويي ټولنې پيغام میلمنو ته واوروه. همداراز مخ کښ عالم، لیکوال او شاعر قاضي عبدالباري غیرت، د ملي رادیو تلویزیون د اسلامي خپرونو مسوول استاد اجرالدین اقبال، علمي اوجهادی شخصیت مولوي غلام محمد غریب، د افغان څیړنیز او رسنیز مرکز مشر عبدالجبار بهیر، پياوړي اسلامي عالم مولوي رحمت الله اندړ، ځوان عالم او لیکوال مفتي احمد فرزان او قاضی محمد حسن حقیار د استاد پر شخصیت، اثارو او اسان تفسیر مفصلی لیکنې او خبرې واورولې. استاد اجرالدین اقبال وویل: د اسان تفسیر یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د یوه پخوانې ژورنالیست، ادیب او اسلامي لیکوال له لورېليکل کيږي او هغه نیکمړیتاوې بشپړوي کوم چې نور پښتو تفسيرونه پخوا ورسره مخ وه. نوموړي زیاته کړه چې ملایانو او دیني علماوو په تفیسر لیکلو کې ډير محدود فکر او طرز پاللو ولې نن دا نیمکړتیا پاې ته ورسیده.

همداراز عبدالجبار بهیر د افغان څیړنیز او رسنیز مرکز مشر د دغه تفسیر په اړه یو شمیر مهمې مشورې او پوښتنې مطرح کړې. د غونډې په پاې کې ځوان عالم مفتي احمد فرزان په پښتو ژبه د تفاسیرو تاریخ بيان کړ او همداراز يې د اسان تفسیر په اړه څرګندوني وکړې. د غونډې په ورستې برخه کې د استعدادونو د ودې او کار مخکښانو د افغاني موسسې دوه ستاینلیکونه او پيام واورول شول چې یو یې استاد همت او دویم یې اسد الله دانش ته ډالۍ شو. استاد همت مختصرآ د میلمنو لیکنو، پوښتنو او نیوکو ته ځوابونه ور کړل او وعده یې وکړه چې د هر یوه سپارښتنو ته به پوره پاملرنه وکړم او ستاسو په نیکو او ارزښمنو سلاوو به عمل وکړم.

یاده مبارکه غونډه د دعاء په ويلو سره پاې ته ورسیده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د