افغانستان

کرزی: افغانان د پردیو په جګړه کې وژل شوي

 

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکايۍ ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ سره په مرکه له امريکا او لوېديزې نړۍ ډېر ګيله‌من دی. کرزي ويلي، امريکا دوولس کاله د خپلو ګټو لپاره افغان ولس وځوراوه. د تېرو دوو کالو په ترڅ کې امريکايي ورځپاڼې سره د ولسمشر کرزي دا لومړۍ مرکه ده چې واشنګټن پوسټ سره يې کړې ده.
کرزی په مرکه کې وايي، دا تېر دوولس کاله افغانان د امريکا او لوېديز د ګتو لپاره و وژل شول او افغانانو پکې له ځورونې وژنې پرته نور هيڅ نه دي ليدلي.
کرزي زیاته کړه، القاعده اوس يو افسانوي نوم دی او اصلاً نه شته.
کرزي د امريکايي ځواکونو له لورې نیول شوي افغانان بې ګناه وګڼل، «امریکا چې څومره کسان نيولي، ډېری يې بې‌ګناه نيول شوي او هيڅ جرم يې نه درلود.»
کرزي د ولسي وګړو په مرګ ژوبله هم ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرې پيښې د امريکايي عسکرو په چاپو او پوځي عملياتو کې شوي دي.
واشنګټن پوسټ د ښاغلي کرزي په اړه کاږي چې پنځه مياشتې مخکې د يوې کوچنۍ نجلۍ په يادولو يې د مرکې پر مهال سخت وژړل او د هغې کوچنۍ بې‌موره او پلارې نجونۍ په اړه یې وویل، کاشکې دا هم پر هماغه ورځ مړه شوې وه.

پنځه مياشتې مخکې امريکايي عسکرو پر يو کور د بريد پر مهال د يوې کورنۍ څوارلس غړي وژلي وو او يوازې دغه کوچنۍ نجلۍ ژوندۍ پاتې وه چې نيم بدن يې سوځيدلی و.
کرزي واشنګټن پوسټ سره په مرکه څرګنده کړې چې، ۲۰۱۰ کال کې يې د امريکا د سفر پر مهال ولسمشر اوباما ته د يوې وژل شوې کورنۍ انځورونه هم ښودلي وو، چې د امريکايي عسکرو په پوځي عملياتو کې وژل شوي وو. کرزي و ويل چې هماغه وخت يې اوباما ته و ويل چې امريکايي عسکر د طالبانو په نوم زموږ ولسي وګړي وژني او ځوروي يې او بايد له داسې کارونو لاس واخلي.
کرزي له اوباما د خپلې غوښتنې په اړه وویل، چې د اوباما ځواب سم نه و. له همدې امله دی امريکايانو ته ډېر غوسه دی. واشنګټن پوسټ ليکي چې د عامو تلفاتو په اړه د دیپلوماتیکو لارو پر ځای د عامو خلکو او رسنيو په مخکې خپل موقف څرګندول او هغه غندل د کرزي تر ټولو لويه وسيله ده.
کرزي ويلي چې، له دې پرته بله لار نه لري چې دی د ولسي وګړو مرګ ژوبله د رسنيو پر وړاندې وغندي. کرزي ويلي چې، د ډيورند کرښې ها غاړه امريکا د طالبانو د مرکزونو په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی. د مرکې په پای کې کرزي ويلي چې، ده ته ځان غوليدلی ښکاري او دا دولس کاله ورسره امريکايانو هيڅ رښتنولي نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x