چالاکه ملخ؟! -لنډه او حیرانوونکې کیسه

ژباړه: قاري عبدالرشید عالمي

د ملخ په نوم یی شهرت درلود، په ونه دنګ سړی له کلیوالو ډیر تنګ راغلی وو، یوه ورځ یی له خپلي کورنۍ سره مشوره وکړه، چې له دی کلي به کډه کوې، همداسې وشول بل کلي ته یی کوچ وکړ، مشوره یی وکړه، چې په نوي سیمه کې به نوي انډیوال او یاران پدا کوې او هغوي ته به ځان د ملخ په نوم نه، بلکه د پیر په نوم ورپیژنی- میرمنې یی ورته وویل: باور مې نشي، چې دا وړۍ دې شړۍ شې.

سړي وویل: د نوې کلې ملک ډير مالداره او مخور سړی دی، خور یی د سرو زرو قیمت بیه غاړکۍ لرې، چې په هره طریقه وې ورڅخه یی غلا کړه، ښځي یی په ډیر مهارت او ځیرکتیا د ملک له خور څخه غاړکۍ غلا کړه او ملخ ته یی وسپارله، دا خبره په لنډه موده کې د کلي هر کور او هر فرد ته ورسیده، چې د ملک د خور ګران بیه غاړکۍ ورکه شوي.

ملخ خپلي ښځي ته وویل، چې د ملک کورته ورشه او خور ته یی ووایه، چې زما خاوند یو ډير زاهد، پرهیزګار او بزرګ انسان دی، هر ډول ورک شوې یا غلا شوې شیان په ضمانت سره موندلي شې، د دی خبري په اوریدو سره ملک د خپلې کورنۍ او کلیوالو په ګډون د ملخ کور ته راغي او پیر صیب ته یی وویل: صیب! که ووایئ، هغه غاړکۍ چیرې ده؟ پیر صیب لاه دمخه غاړکۍ د ملک د کور په بلۍ غورځولې وه، نو ورته یی وویل:

ملک صیب!

یوی خدمتکاري مو د کور څخه غاړکۍ غلا کړي وه، د ډیر ډار له کبله یی بیرته ستاسو د کور په بلۍ غورځولی ده، ولاړ شئ او غاړکۍ مو را واخلئ.

د غاړکئ د موندلو وروسته د کلې ټول خلک د پیر صیب مریدان شول، خو ملک پرې شکې وو، کليوالو ته یی وویل:

دا سړي راته درواغجن او مکار ښکاري، دومره ژر پری باور مه کوئ، یو ځل یی وتلئ، ملک په پیر صیب یو ازمیښت وکړ خو په هغه کې ملخ بریالی شو، د کلي خلکو ملک ته وویل: نور بس کړه په نیکانو او پیرانو څوک شک نه کوې، ګناه لري هسی نه کوم زیان در ته ورسیږې.

ملک ډير خواشیني او فکر وړی وو، هوډ یی وکړ، چې د پیر اصلي څیره به معلوموې، خلک یی ټول عیدګاه ته را وبلل، ویل: د ټولو خلکو په وړاندي به د پیر صیب څخه پوښتنه کوم، که یی سم ځواب راکړ، لاسونه او پښي به یی ښکلوم، ټول عمر به یی قدر او خدمت کوم.

ملک ځان سره چوروت واهه، چې څنګه او د څه په اړه به پوښتنه کوې؟ دا مهال یی په یو ملخ سترګې ورغلې، ورنیږدي شو، لاس یی ور اوږد کړ خو ملخ له هغه ځایه ټوب کړ بیا یی لاس ور اوږد کړ ملخ بیا بل ځای ته ټوپ وواهه په دریم ځل یی ملخ ونیوه، په موټي کی یی کلک کړ او نیغ عیدګاه ته راغي، د خلکو ګڼه کوڼه زیاته وه، له نورو کلیو هم خلک راغلي ول ملک پیر صیب ته مخامخ کښیناست:

ملک وویل: پیرصیب! پوهیږئ، زما په موټی کې څه دي؟

پير صیب په ژورو سوچونو کې لاهو شو، ځان سره یی وویل: دوه ځله خو په چل او دوګه بچ شوي خو اوس د بچ کیدو لاره نشته، لکه چي بدنامي دې له همدي ځایه پیل شوه، د ډیرې مایوسۍ له کبله یی اسمان ته وکتل او ځان ته یی په بد ویلو خوله پرانیسته، په زوره یی وویل:

ائ، ائ ملخه په لمړي ځل دي چل وکړ بچ شوي او په دوهم ځل هم بچ شوې خو په دریم ځل داسې راګیر شوي، چې اوس دي د خلاصیدو کومه لار نشته، د دی خبرو په اوریدو سره ملک د پیر پښو ته وغورځید او په چیغو چیغو ورڅخه بښنه وغوښته، ویل که څوک په تاسو باور کوې او کنه، خو زه په تاسو پوره باور لرم او د زړه له تله درته احترام کوم، هو ته مي پیر یی او زه دي مرشد.

پاي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

یغنی الله ج چی په چاباندی ورحمیړی بیایی هر ځای مرسته کوی