حج فرض دی – د فرضیت لمړی دلیل‎

لیکوال: احمد الله عاطفي

د حج فرضیت دالله (جل جلا له) په عظیم کتاب (قرآنکریم)، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مبارکو احادیثو او دامت په اجماع، دریواړوسره په قطعي توګه ثابت دی.

د دریواړو دلیلونو لنډ تفصیل…

لمړی دلیل

د حج فرضیت لمړی دلیل دقرآنکریم دارشاداتو په رڼا کې

حج دالله سبحانه وتعالی په حکم فرض شوی،خو دفرضیت په حکم کې دعلماوو دوه قولونه او دفرضیت په نیټي کې بیلا بیل قولونه دي.

قال الله تبارک وتعالی: فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ.(العمران:۹۷)

ژباړه:په هغه کې څرګندي نښي دي؛ دابراهیم د ودریدو ځای او څوک چې ورننوځي خوندي وي او دخلکو پر هغه چائې دالله لپاره حج کول لازم شوي چې دلارې په میندو وتوانیږي او چاچې کفر وکړ نو الله له نړیوالو بې نیاز دی.
د حدیثو په رڼا کې جمهورو علماوو په نزد، دهمدې مبارک آیت په نزول سره دحج آدأ کول فرض شوي.

دا مبارک آیت داحد غزا یعنې دهجرت په دریم کال کې نازل شوی(عزیز التفاسیر: دویم ټوک).

په دې مبارک ارشاد سره(وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا) الله سبحانه وتعالی په خپلو هغوبندګانو دبیت الله حج خپل حق ګڼلی چې په تمامه معنی د تلو، راتلو زمینه ورته برابر وي؛ هر هغه چاته چې دسفرزمینه برابر وي او دحج له سفره ډه ډه وکړي، الله سبحانه وتعالی ته ئې زیان نشته، تاوان دچادی؟ دهغه چې منکر وي! ځکه چې الله (جل جلاله) الله الصمد (بې نیازه دی) نه یواځې له خلکو بلکه له ټول عالمه.

د دي مبارک حکم په اسا س،دبیت الله حج دالله سبحانه وتعالی درضأ او خوشحالي لپاره پرهر هغه چا فرض دی،چې د (مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ) لفظ ورباندې صدق وکړي،چې عبارت دی داسلام، دسفر آمنیت توان،طاقت(معذور نه وي)، دومره پانګه ولري چې دده دتلو،راتلو، هلته داوسیدو او تر بیرته ستنیدوئې دکورنۍ لګښت هم پوره وي،چې دی او نه ئې کورنۍ بل چاته دمالي ستونزو لامله لاس اوږد کړي،ځکه استطاعت شرط دی لپاره دوجوب دحج، په استطاعت کې عقل، بلوغ، ازادي، دلارې امنیت هم شامل دي ، ددي ټولوچارو سر بیره د ښځي لپاره شرعي محرم درلودل هم شرط دی.

سیدنا حضرت عمراو حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهم) د(إِلَيْهِ سَبِيلًا ) نه مراد، دلارې توښه او سپرلي بیان کړی او همدا قول دسیدنا حضرت امام ابو حنیفه او امام شافعي په شمول د ځینوتابعینو (رحمهم) هم دی.

حضرت امام ابن کثیر دسیدنا حضرت عکرمه په روایت دسبیل نه مراد دبدن روغوالی دی، که غواړي په دې هکله زیات معلومات تر لاسه کړئ دامام قرطبي (رحمه الله) تفسیر ته مراجعه وکړئ،هغه دټولو ایمه کرامو اقوال ذکر کړي دي.

د فرضیت دویم قول ـ قال الله تبارک وتعالی: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ.(البقره :۱۹۶)

ژباړه: او حج او عمره دالله لپاره تر سره کړئ، که مو مخنیوی وشو نو بیا( ئې فدیه) دقربانۍ هغه څاروی دئ چي میسر وي او خپل سرونه تر هغه مه خرېيئ چي داڅاروي دحلالیدو خپل ځای ته ورسي، نو که ستاسو څوک بیمار وي او یا دسر له کومي برخي ځوریږي، نو بیا فدیه ده دروژې یاصدقې یا قربانۍ، او بیا کله په امن شئ نو که څوک تر حج پوري له عمرې ګټه واخلي نوبیا دقربانۍ هغه څاروی دئ چي میسر وي،نو که چا ونه موندو نو بیا دحج په ورځو کي درې ورځي روژه او له راستنیدو وروسته اوه ورځي روژه ده، چي دا پوره لس ورځي کیږي، داد هغه چا لپاره ده چي کورنۍ ئې د مسجد الحرام (دشاوخوا) اوسیدونکې نه وي، او له الله وویریږئ او په دې پوه شئ چي الله سخت عذاب ورکونکی دئ.

دا مبارک ایت دهجرت په شپږم کال نازل شوی(تفسیر ابن کثیر: لمړی ټوک، تفسیر روح المعاني: دویم ټوک)، دبحث موضوع ته په کتوچې له وړاندنیو ایتونو څخه روان دی،دفرایضو په یادولو سره لکه لمونځ، روژه او جهاد، دلته دبلې سترې فریضې یادونه (حج) دی،کوم چې مشرکینو دعمره کونکو مخه ونیوله،څرګندیږي چې دلته دحج یاعمرې دفرضیت حکم نشته بلکه تاکید شوی که یو ځل مو دحج یاعمرې دمناسکو په تر سره کولو پیل وکړ که فرضي وي یانفلي بیائې مه پریږ دئ،که دجنګ او جګړې په قیمت هم تمام شي، تمامول ئې واجب دی، پرته له احصار نه ځکه چې داحصار حکم هم دالله سبحانه وتعالی له لورې نافذ دی، تمامول دحج اوعمرې وروسته له پیلولونه اتفاقي مسئله دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د