zwand na khond wakhla

څه زده کړو؟ لیکوال دکتور محمد عبد الرحمن العریفي

په عامه توګه دا وینو چی د خلکو د غم او خوشحالی سببونه یو شی وی لکه : خلک هغه وخت خوشحالیږی چی کله يي مال ډير شی ، یو کس ښه کار پیدا کړی ، مریضان روغ شی او یا هم د خلکو بعضی ارمانونه پوره شی .

او په همدی وخت کی خلک هغه وخت خفه کیږی کله چی څوک ناجوړه شی ، په کاروبا کی تاوان وکړی او داسی نور ……..

را ځي هغه لاري و لټوو چی د هغي له امله مونږ خپلو خوشخالیو ته دوام ورکولی شو او په خپلو غمونو څنګه کامیابی حاصله کړو.

داخبره چي : فطری ده چی انسان کله خوشحاله او کله خفه وي، زه يي درسره منم مګر ولي مونږ ډير وخت مصیبتونه او خفګان د خپل اصلی حالت نه ډير لوي ګڼو ؟ ایا مونږ نشو کولي چی څو ساعته خوشحاله تیر کړو ولي خپل وخت غنیمت نه ګڼو ؟ او مسلسل څو ساعته په خفګان کی تیروو حال دا چی خفګان دمره نه وی ؟

دا معلومه ده چی غم او خوشحالی زړونه اشغالوی او دا دواړه بغیر د اجازی د انسان زړه ته ننوزی مګر غمونه چی یوه دروازه خلاصوي نو هلته زر داسی نوری طریقی وی چی مونږ پری دغه دروازه بندولی شو او همدا مهمه ده چی مونږه د دغه دروازی بندول زده کړو .

څومره خلک دی چی هغوی مونږ ته ګران وی د هغوی په لیدلو نور خلک خوشحالیږی ، د هغوی سره د ناستی نه خوند اخلی ایا کله مو دا فکر کړی چی کاش ته هم د هغه له جملی څخه شی .

ولی دا غواړی چی د نورو نه متاثره اوسی او ددی تکل نه کوی چی ستا نه څوک متاثره شی .

داسی ولی کیږی چی په یوه مجلس کی ستا د تره د ځویی خبرو ته ټول غوږ نیسی او د هغه د خبرو کولو انداز ته حیرانه وی خو کله چی ته په همدی مجلس کی خبری کوی ستا خبرو ته څوک هغومره اهمیت نه ورکوی او په خپلو منځو کی لګیا وی ، کیدای شی ستا معلومات ستا د تره د ځويی نه ډير زیات وی او د هغوی نه ډير پوه اوسی نو بیا ولی ستا خبری هغوی ته بی اهمیته دی او ستا د تره د ځویی خبري مهمی .

ولی د یوه پلار سره د هغه بچي تر حده ډيره مینه لری او غواړی چی د پلار سره هر چیرته ولاړ شی خو بل پلار چی بیا هر څومره خپل اولاد د ځانه سره بوځي هغه ترینه پټیږی او په لسهاؤ بهاني ورته جوړوی ، داسی ولی کیږی ایا دواړه پلرونه نه دی آخر ولي ؟

په دی کتاب کی به ان شاء الله دا زده کړو چی د ژوند نه څنګه خوند واخلو ، خلک ځان ته څنګه را جذب کړو ، د خلکو په منځ کی خپل نفوذ څنګه پیدا کړو، د خلکو تیروتنی څنګه وبښو ، د بدو خلکو سره په کومه طریقه سلوک وکړو او داسی نور نو هر کله راشي.

یوه مهمه خبر: دکامیابي راز دا نه دی چی هغه څه پیدا کړو چی د نورو خوښ وی مګر کامیابي دا ده چی داسی مهارات ولری چی د نورو خوښ شي .

د استمتع بحیاتک دویمه لیکنه.

ژباړه : : عبدالباري جمال

———–

لومړی لیکنه: د ژوند نه خوند واخله – په لاندی لینک:

http://nunn.asia/leekani/social/10120

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د