اسانه نېکيانې (نهمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)

د اسمان دروازې ورته خلاصيږي

حضرت ابن عمر رضی الله عنه فرمايي : مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مونځ کولو چې له خلکو نه يو کس وويل:

اَللهُ أكْبَرُ كَبِيْراً وَالحَمْدُ للهِ كَثِيْراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَأصِيْلاً

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: دا څوک وو چې داسې داسې يې ويل يو کس وويل زه وم يا رسول الله صلی الله علیه وسلم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : زه ورته حيران شوم هغه ته د اسمان دروازې خلاصې شوې حضرت ابن عمر رضی الله عنه فرمايي : له هغه وخت نه چې ما دا آورېدلې بيا مې نه دي پريښې . صحيح مسلم

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعاء کوي

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته دعاء کوي چې د مازيګر د مانځه نه وړاندې څلور رکعته نفل مونځ کوي نو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعاء کوي نو دا د ښه قسمت او بخت خبره نه ده ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : رَحِمَ الله إمرأً صَلى قَبلَ العَصر أربَعاً. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : څوک چې د مازيګر مانځه نه وړاندې څلور رکعته مونځ وکوي الله جل جلاله د په هغه باندې رحم وکوي .

نکته : دا څلور رکعته نفل د مازيګر تر مانځه وړاندې کيږي دا سنت رواتب (سنت مؤکد) نه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر وخت کول ځکه د مازيګر د مانځه سره سنت رواتب نشته خو دا غوره عمل دى او د ډېر زيات ثواب لامل ګرځي .

د نفلو ثواب پنځه ويشت چنده

هغه کس چې نفل کوي او که يې زړه غواړي چې د نفلو ثواب يې دي يو په پنځه ويشت چنده ورکړل شي نو په داسې ځاى کې د نفل وکوي چې څوک يې ونه ويني پدې نفلو کې ډېر ثواب وي په خاصه توګه چې دا بيا د شپې وي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه نفلو په اړه فرمايي چې د هغه په کولو کې بنده څوک ونه ويني :

صَلاةُ الرَجُلِ تَطَوُعاً حَيْثُ لَا يَرَاهُ النَاسُ تَعْدِلُ صَلاتَهُ عَلَى أَعْيُنِ النَاسِ خَمْساً وَعِشْرِينَ. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : د يو سړي نفلي مونځ چې پداسې ځاى کې يې کوي چې څوک يې نه ويني د هغه پنځه ويشتو نفلي مونځونو سره برابر دى چې خلک يې ويني .

په جنت کې کور

الله جل جلاله او ملائکې د رحمت سوال کوي او الله جل جلاله ورته په جنت کې کور جوړوي د هغه چا لپاره چې هغه په جومات کې صفونه سره سريښ کوي يعني کله چې وويني چې په کوم صف کې خالى ځاى پاتې دى نو دى هغه خالى ځاى پرې نه ږدي يا خپله ور وړاندې شي او يا بل چاته ووايي او پدې توګه صفونه سره سريښ او خالي ځايونه يې ډک کړي پدې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

إنَ اللهَ وَمَلائكتَهُ يُصَلُّونَ عَلى الذِينَ يَصِلُونَ الصُّفُوفَ وَمَن سَدَّ فُرجةً بَنَى الله لَه بَيتاً في الجَنَة وَرَفَعَهُ بَهَا دَرَجَة. السلسلة الصحيحة 4/1892

ترجمه : بېشکه الله جل جلاله رحمت ليږي ملائکې در حمت سوال کوي د هغه چا لپاره چې (په جمع کې) صفونه سره يو ځاى کوي او هغه چا چې په صف کې خاليګاه ډکه کړه الله جل جلاله به ورته په جنت کې کور جوړ کړي او په هغې سره به دده يوه درجه پورته کړي . … نور بیا ان شاء الله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.