افغانستان

د فارياب غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): د فارياب چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د فاريا د والي وياند جاويد بيدار رسنيو ته ويلي، چې د غورماچ ولسوالۍ ته د تازه دمو سرتيرو د نه رسېدلو له امله يې، نن سهار دغه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له واکه ووتله او طالبانو نيولې ده.

نوموړی زياتوي، په دغه ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه له ۲۲ ورځو راهيسې د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې و او په خبره يې چې د ولايتي چارواکو د نه پاملرنې او د پوځي توکو د کمښت له امله ياده ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله.

په عين حال کې د ۲۰۹شاهين قل اردو وياند د ولسوالۍ سقوط ردوي او وايي، چې تر اوسه په سیمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

د غورماچ اوسېدونکي وايي، چې یاده ولسوالۍ نن سهار مهال د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

طالبانو د يادې ولسوالۍ نيول تائيد کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې نن يې د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ټولې دفاعي پوستې نيولي دي.

د هغه په وينا، په دغه جګړه کې ګڼو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی وايي، چې په ولسوالۍ کې يې ډیری وسلې، نظامي توکي او وسايط هم له دولتي ځواکونو نيولي دي.

د يادونې ده، چې دوه کاله مخکې او ورپسې تير کال هم ياده ولسوالۍ وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x