افغانستان

طالبانو د ملګرو ملتونو دوه کارمندان له اختطاف ګرو څخه را خوشي او یوناما ته سپارلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): له تیرو څو میاشتو راهیسي د پکتیا ولایت د ګردیز ښار څخه د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې دوه تنه ملکي افغان کارکوونکي د اختطاف ګرو له لوري تښتول شوي وه ، د طالبانو په هڅو راخوشي کړل شول او اختطاف ګر یې ووژل شول.

د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه تښتول شوي کارمندان د (جون میاشتي پر اتمه) د یوه شخصي موټر څخه کښته شوي وه او نامعلوم لوري ته تښتول شوي وه، چې بیا یوناما ادارې د طالبانو سره اړیکه ونیوله او دخپلو کارمندانو د تښتونې په هکله یې معلومات ورکړل، چې دوی یې پلټنه پیل کړه او بلاخیره معلومه شوه چې د زرداد کوچي په نامه یوه مشهور اختطاف ګر په دغه پيښه کې لاس درلود.

د نوموړي په وینا طالبانو د یادې ډلې تعقیب پیل کړ او بالاخیره یې مشر زدراد کوچي ونیوی، خو نوموړي د بند پر مهال له یوه ځایه څخه بل ځای ته د انتقال پر وخت د تښتې او پر طالب ساتونکو برید وکړ چې په ترڅ کې خپله ووژل شو.

سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې د ملګرو ملتونو د یوناما اړوند دواړه کارمندان افغانان وه او تېره ورځ د یوه منځګړي نماینده (مولوي نصرت یار) په توسط یوناما ته په خوندیتوب سره وسپارل شول.

او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو یوناما ادارې په رسمي بڼه د طالبانو څخه مننه کړې ده خو د خپلو مصلحتونو او طالبانو ته د رسمیت ورکولو له ویرې اعلان نه کوي.

د یوناما یوې سرچینې تېره ورځ نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی کارمندان په ښه روغتیايي حالت کې دوی ته سپارل شوی دي. خو د هغوی د هویت څرګندولو څخه یې ډډه وکړه، ځکه چې په وینا یې د رسنیو سره د اړیکو مسؤولیت نه لري.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې د بیکارۍ، بې قانونه وسلوالو او اربکیانو له وجې د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې د اختطاف او غلاوو پيښې زیاتي شوي دي چې له امله یې شتمن کسان، د ملګرو ملتونو او نورو موسسو کارمندان ځان او خپل اولادونه په مرکزي ښارونو کې هم خوندي نه احساسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x