
ایران کې سېلابونو ۱۱ تنه سېلانيان وژلي دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): د ايران په شمال ختيځ کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله يوولس تنه وژل شوي او سلګونه موټر زيانمن شوي دي.
چارواکي وايي، ۸ تنه سېلانيان د خراسان رضوي په ولايت کې، دوه تنه د ګلستان او يو بل هم د خراسان په ولايت کې وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، تېره ورځ د ايران په بېلابېلو سيمو کې سخت بارانونه وشول، چې ورسره سېلابونه راووتل او ګڼو خلکو ته يې د ځاني تلفاتو اړولو سربيره مالي زيانونه هم اړولي دي.
مسئولين وايي، چې دغو بارانونو له سلو څخه زيات موټر او لسګونه کورونه زيانمن کړي دي.