
بادغیس: د کلیو او پراختیا ریاست درې کارکوونکي تښتول شوي
نن ټکی آسیا: امنیتي چارواکي وايي، چې په بادغیس کې د دې ولایت د انکشاف دهات ریاست درې تنه کارکوونکي د د وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال په خبره ، تېره ورځ په مقر ولسوالۍ کې د کلیو او پراختیا ریاست دا درې تنه منسوبین تښتول شوي. نوموړي د پېښي پړه پر طالبانو واچوله او زیاته یې کړه چې طالبان په دې پېښه کې لاس لري او تېره ورځ يې یو تن ترې خلاص کړی او د دوو نورو درک نه دی معلوم.
نوموړي ویل، چې د پېښي علت د حکومت له لورې د بیارغونو د چارو په وړاندې خنډ اچول دي.
طالبانو تر اوسه د پېښي په اړه نظر نه دی څرګند کړی.