سیکولران دې خبر وي چې…!

ابو یاسر افغان

سیکولران دې خبر وي چې پۀ افغانستان کې سیکولرزم ته ځای نشته، دوی چې لۀ کومو سوړو راوتلي ښه به هم دا وي چې همغه خپلو غارونو ته بېرته وګرځي او کنه نو، دلته د سیکولرزم لپاره غاښ ماتوونکي ځوانان شته چې د هر سیکولر پۀ خولۀ کې به دا دوه دېرش غاښونه ور مات کړي.

سیکولران دې خبر وي چې: موږ افغانان له سیکولرزم، کمونیزم او افراطي نیشنلیزم څخه نفرت لرو، موږ مسلمانان یو او تر څو مو چې پۀ ګران هېواد کې یو سوچه خپلواک، غښتلی او په شرعي قوانینو ولاړ نظام نۀ وي رامنځته شوی، نو زموږ هر اړخیزه مبارزه به دوام ولري.

سیکولران دې خبر وي چې: موږ ستاسو له رذالت او شیطانت څخه پوره اګاهي لرو، سیاسي او عقیدوي سیکولرزم دا هغه اصطلاحات دي چې یواځې ستاسو د خېټو حاصل ورته ویلای شو، نه د مغزو، ځکه چې تاسو ماغزه نۀ لرئ او هره خبره مو لۀ خېټې سرچینه اخلي، موږ ته سیکولرزم یو سیکولرزم دی، خبر اوسئ چې لا زموږ پۀ خاوره کې دومره ځوانان شته چې د اسلامي نظام د اعادې لپاره د کمونیستي، سیکولریستي، امپریالیستي او نیشنلیستي وباو پر وړاندې لکه د غر داسې کلک پۀ میدان ولاړ دي چې هیڅکله به د غرب او شرق تالي څټي ترې پۀ آرام پاتې نۀ شي.

سیکولران دی خبر وي چې: دا ترکیه نۀ ده، دا افغانستان دی، دلته د اتاترک افکار نۀ دلته د محمدرّسول الله صلی الله علیه وسلم سنت چلیږي، موږ چې قرآن لرو، نو هر څۀ لرو، نه مو د شرق کمونیزم ته اړتیا شته او نه هم د غرب سیکولرزم ته.

سیکولران دې خبر وي چې: د اشغالګرې امریکا پوځونو ماتې خوړلې او یوازې د تېښتې لاره لټوي، در پۀ یاد کړئ هغه وخت چې کله یرغلګر وتښتي، نو تاسو به بیا هم د همدې اسلامپال ملت رحم ته پاتې یاست.

سیکولران دی خبر وي چې: سیکولرزم د ائتسیزم لومړنۍ پایه ده او ویښ اسلامپال پۀ دې توانیدلي چې ستاسو دغه خنثی افکار افغان ملت ته په واضح ډؤل ور و پیژني، تاسو دې خبر یاست چې موږ څنګه لۀ غربي ډیموکراسۍ نفرت لرو همدغه ډول د سیکولرزم له یهودي طرحو هم نفرت او کرکه لرو، هڅه مۀ کوئ چې د خېټال‍وژۍ په تعریفونو د مردود سیکولرزم ښه والې بیان کړئ، دا څه غرب نۀ دی چې کله به د فیدرالیزم کله به فیوډالیزم، کله د کمونیرم او کله به د سیکولرزم نظامونو ته پۀ کې خلک نڅا او ګډا کوي، بلکې دا د غیرتي افغانستان مقدسه خاوره ده چې لوړه او ژوره یې د سپېڅلو شهیدانو پۀ وینو رنګ ده، دلته به یواځې او یواځې اسلامي نظام وي او بس.

سیکولران دې په دې هم خبر وي چې: غرب او لاسپوڅی رژیم به یې ډېر ژر خپله کمبله ورټوله کړي، دلته چې هر کافر او یرغلګر راغلی ویلي یې دي چې موږ بېرته نۀ ځو، خو کله چې افغاني غیرتونه راويښ شوي، ویده زمریان راويښ شوي او د الله اکبر ملکوتي کفر لړزوونکي غږونه یې پورته کړي، نو بیا د یرغلګرو څخه وار پار دومره خطا شوی چې رڼا ورځ ورته توره شپه ګرځېدلې او د شرموونکي ماتې سره مخ شوي دي، د اخلاقو، انساني کرامت، دین او رب العالمین دښمنانو! تاسو هم پۀ یرغلګرې امریکا نازیږئ، خو دا مۀ هیروئ چې ډېر ژر به مو صلیبي باداران ماتې وخوري او تاسو به یواځې پریږدي، هغه وخت به مو عقل سرته راشي، خو وخت به درنه تېر وي.

او بلاخره سیکولران دې خبر وي چې: تاسو د ډمتوب، ارتداد، فحشا، شرابونو، قمار او سود عادي یاست، دلته ستاسو لپاره ځای نشته، وړاندې تر دې چې د تېښتې ټولې لارې درباندې بندې شي، بیرته نو د خپلو صلیبي او یهودي بادارانو څنګ ته ځان ورسوئ او که نه، نو افغان مسلمان او مجاهد ملت به ستاسو ساګانې په لاسونو وباسي، فقط چې یوځل د یرغلګرو چاره وشي، او هغه سیکولران چې لۀ اروپا را بڼیږي دغو ته دې هم جوته وي چې تاسو غوندې سګ شویان، د نایټ کلبونو شاګردان او د بې حیایۍ په مرضونو اخته مرضیانو ته دلته څوک دوه توته ارزښت هم نۀ ورکوي هسې ځانونه مۀ ستړي کوئ.

د آزاد، غښتلي او پرمختللي اسلامي افغانستان پۀ هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د