افغانستان

د هسکې مینې د بمبار له امله د ولسمشر سلاکار استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار (استاذ لعل پاچا ازمون) له خپلې دندې استعفا وړاندې کړې.

د نوموړي د استعفا لامل تېره اونۍ د ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې په ولسي خلکو د امریکايي الوتکو بمبار ښودل شوی، چې د نورو ورته پیښو په څیر یې ګډ حکومت په وړاندې چوپتیا غوره کړې.

ښاغلي ازمون ولسمشر ته په استعفا لیک کې لیکلي چې نور نه غواړي په داسې حال کې خپلې دندې ته دوام ورکړي چې ولس په رنګارنګ پلمو وژل کیږي خو څوک یې پوښتنه نه کوي. نوموړي زیاته کړې:

«لعنت پر هغه مقام او چا چې قوم یې وژل کېږي او دی ځان ارام او سوکاله ګڼي، دا څوم ځل دی چې پېښې تکرارېږي، او موږ په هر څه سترګې پټوو».

استاذ لال پاچا ازمون وايي چې له دې وروسته به له خپل مظلوم ولس سره په یوه لیکه کې ودریږي او په وینا یې حکومت دې هغو «اهلو» ته مبارک وي چې د ولس ژغورنې په نوم عملیاتو کې ولس وژني خو د نتیجې پوښتنه یې نه شته.

په علمي او ټولنیزو چارو کې د اشرف غني سلاکار زیاتوي چې په هسکه مینه کې بم بهرنیو الوتکو غورځولی او د سیمې یو اوسیدونکي ورته په تلیفون ژړلي او د بې غیرتۍ پیغور یې ورکړی.

ښاغلي ازمون د ورته پیښو په وړاندې د ګډ حکومت چوپتیا غندلې او دا حالت یې له زغم پورته بللی:

«نه څوک د چا خبرې ته غوږ ږدي او نه ستاسې په شمول لږ قدرې هم له دې خلکو سره غمرازي کوي، په ټوله کې د پښتانه قوم په تېره د ختيځ او بیا د خپل ولس پر وړاندې یو تبعیضانه حرکت ګورم. نور دا حالات د زغم نه دي».

نوموړی لیکي چې له استعفا پرته یې بل څه په وس کې نشته او له همدې کبله له خپلې دندې استعفا وړاندې کوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د پاپین په سیمه کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو لاس پورې کړی و، چې په ترڅ کې یې د بهرنیو ځواکونو الوتکو د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي خلک په نښه کړل. د یادې ولسوالۍ ولسوال سازولي شینواري ویلي چې د وژل شوو کسانو جسدونه له پیژندګلوۍ وتلي او غوښې يې په بوجیو کې راغونډې او خاورو ته سپارلي دي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت مشر اشرف غني په امریکايي بمباریو کې د افغانانو په وژنې تل چوپتیا غوره کړی، چې ډیری افغانان یې له امریکایانو سره د نوموړي د موافقې او رضایت نښه بولي.

خو دا چې ایا د ښاغلي ازمون استعفا به ولسمشر اشرف غني د پيښې غندنې او یا لږ تر لږه د وژل شوو کسانو له کورنیو سره غمرازۍ ته اړ کړي او که نه، تر اوسه یې د ځواب اټکل ستونزمن بریښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ياسر

هو نو بدترين خلق هغه دي چه بادار يي ولس وژني او دي ځانونه أرام نيولي وي.
خو زما دي بغير تانو ته دا پيغام دي چه تاسي د هغو چا غلامي كوي چه عطانور يي يو واقعي حقيقت درته بيان کړیدی.

الحاج استاذ بیانزی

د ازمون صاحب د دی استعفی ورکولو ستاینه کوم ، چه دلیل یی هم د هسکی مینی د مظلومو هیوادوالو د شهادت او د غلامای او فاسدی اداری چوپوالی وو . کله چه فرانسه ، امریکا او یا د بادارانو بل کوم هیواد کی کومه ورته کړنه ترسره شی بیای لګیا وی هر یو جلا جلا ګلون یا ستونی شړوی او زمونږ خپل هیواد کی چوپتیا خو خیر ، وایی چه طالبان یی وژلی او یا وایی چه خطایی کی تری خلک وژلی او د خطای وزولو د بخښنی یا دیت ورکولو پوشتنه هم تری نه شی کولای ځکه چه… نور لوستل »

شیرعلی صافی

که په واقیعت یی ددغه پیښی په خاطر استعفی ورکړی وی نو حد اقل خپل افغانیت خو یی ثابت کړو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x