نظــر

بي انصافي هم د ځانه حد لري

کله کله داسي یوه لیکنه د سړي تر سترګو شي چي له ورایه پري پوهېږي چې مغرضه ده او د کوم لوري او یا کوم چا په لمسون لیکل شوي. د بیلګي په توګه دغه پرون وړمه ورځ د بی بی سي پر پاڼه افغان خبریال (ملیار صادق آزاد) یو اوږد رپوټ (تور) خپور کړئ کوو چې په هغه کې يې خپله ټوله هڅه کړي تر څو د کندز ولایت د (اشرف المدارس) نوم بد او د افغانستان او افغانانو راتلونکي ته يې له ډار او خطر نه ډک څرګند کړي او داسي جملي يې لیکلي وي چې په دي مدرسي کې د تندلاري توب زده کړي ورکول کېږي او د افغانانو د راتلونکي لپاره یو ډار او خطر حسابیدلای شي!!

دغسي مغرضانه لیکني چې کله یو شخص ګوري نو له ورایه پري پوهېږي چې ستونزه په مدرسه، مفتی او زده کونکو کې نده بلکی ستونزه د لیکوال او د هغه شاوخوا بی دینه پلویانو په  آند کې ده.

له لویه سره دغه خبریال د خبریالی د ځينو قوانینو پر خلاف په خپل سر او له خپله جیبه خبري کړي او فتوا ګاني يې ورکړي دي او له ورایه تري ښکاري چې دده ذهن او مفکوره له دغسي یوي اسلامي مدرسی سره ژوره ستونزه لري او دا یواځي دده او دده غوندي کسانو آند دي نه د ټول ملت او ټولو افغانانو.

ملیار په خپلي دغي لیکنۍ  کې وایې ددي مدرسي انجوني داسي یو لباس اغوندي چې مخکي يې په افغانستان کې سابقه نه درلوده!! او په دغه خاطر نور خلک هغوي ته خیمه پوشان وایې!! زه وایم (ملیاره) که ستاسو په کور کې د پتلون او ژاکت اغوستل رواج وي او له  پردي پرته دي د کور غړي په بازار کې ګرځي، نو دا خو د افغانستان د مسلمان ملت او مسلمانو ښځو پخوانۍ رواج نه دی  بلکي دا ستا کورته له غرب څخه وارد شوي کلتور دی، حجاب او پرده له سلګونو کلونو را پدیخوا د اسلام د لمر د راختو سره دلته وجود لري او دغه لباس له کلونو راهیسي زمونږ مسلمانانو خویندو میندو په کورونو کې اغوستل شوی دی.

هغه لیکلي د اشرف المدارس ځيني زده کونکي انجوني په نورو مکتبونو او پوهنتونونو کې هم زده کړه کوي او کله چې کومي ښوونکي او یا زده کونکي آزاده جامي اغوستي وي لکه کوټ، مانتو، پتلون او یاشلوار نو دوي اعتراض پري کوي او وایې “تاسي د امریکایانو غوندي جامي اغوستي دي”!! لمړي خو د ملیار دغه خبره دده د هغي خبري سره په ټکر کې ده چې لیکلی وو ددغه مدرسي انجوني د مکتوبونو سره خورا سخت مخالفت لري او د نورو ښونځيو زده کونکو ته کافر وایې، آن دغه نقل قول یې په ادرس پياوړی کړی او له (شکیبا هاشمی) له خولي یې د هغي پر خپل تصویر لیکلي دي نو که له یوي خوا خپله مکتب ته ځي او له بلي خوا مکتب ته تلونکي انجوني کافراني بولی او سخت مخالفت ورسره لري نو داخو ښکاره تناقض دي چې د ملیار په لیکنه کې ترسترګو کېږي.

او بله نقطه داده چې غیراسلامي، غربي او له پردي هاخوا جامي ته آزاده جامه وايې او ګیله لاهم کوي چې ولي مسلماني انجوني اعتراض پري کوي!! ښاغلي لوستونکي ته ووخداي که په افغانستان کې یې نو قضاوت ته خپله وکړه چې دغه مکتبونو او پوهنتونو ته چې کومي انجوني رواني دي او دغه تنګ مانتوګان، نازکي او لنډي جامي چې يې اغوستي دي، چې کله خو یو تور څادر په ځان را کش کړي  او کله خو هغه هم نه وي او د یوه وړوکې پټکي سره مکتب او پوهنتون ته رواني دي، آیا دغه آزاده جامه ده که غربي جامه؟ آيا د یوه مسلمان د اولاد په توګه څوک خپل خور او لور ته اجازه ورکوي چې دغسي جامي دي په ځان کړي او په بازار کې دي تیره شي او بیا دي ښونځي ته لاړه شي؟ نو ښکاره مالومه ده چي ملیار او د هغه کورني اسلام د اساساتو سره ستونزه لري او زمونږ د مسلمانو خویندو اعتراض بد پري لګېږي او غواړي ټولي انجوني له پردي پرته کوڅو ته رووزي او دده په تعبیر آزادي جامي واغوندي.

لیکوال د څو کرښو د لیکلو ورسته خپل ځان له مور نه مهربانه دایه جوړه کړي او له ډير زړه سوي سره يې د یوي انجلي قصه را اخیستي چې مخکي د یوه خصوصي پوهنتون زده کړیاله وه او اوس يې دغي مدرسي د فکرطرز ور اړولی او اوس دا انجلی وایی: “ما مخکي لنډي او چسپي جامي اغوستي چې د یوي مسلماني پيغلي سره مناسبي نه وي. اوس پوهه شوي يم او د اسلام له حقیقت نه خبره شوي یم او پوهيږم چې مناسبه نده یوه مسلمانه میرمن په هر مجلس کې کښیني او ټوکي ټکالي پيل کړي”. د هغه د نقل قول څخه داسي ښکاري لکه دده چې پر دي خور خورا زړه سوځيدلی وي او له دغه غمه ورته د خلاصون لاره ګوري، او نور ته وايې وګوري ددي انجلي فکر یې څومره خراب کړئ چې اوس تنګ لباس نه اغوندي او په هر رقم مجلسونو کې ګډون نه کوي او هرځاي ټوکي ټکالي نه کوي. دده خو داسي خوښه ده چې بس انجوني دي تنګ او چسپ لباس اغوندي او دده سره دي ټوکي ټکالي کوي ترڅو روڼ آنده او مترقي او پرمختللي څرګندي شي، خو ګوره چې د مسلمان ملت خویندي به هیڅکله پري نږدي ددغسي شرموښانو چمبو ته ولویږي.

لیکونکی پرته له دي چې له کوم چا یې د کفر کلمه اوریدلی وي له خپله جیبه خبري را ایستلي او ویلې یې دي هغوي د یوه نارینه ښوونکي حضور د ښځينه وو په ټولګي کې کفر ګڼي،  دغه نا پوه ته خو د ناروا او کفر ترمنځ توپير هم نه دی مالوم. او یایي کیدي شي ددي لپاره دغه کلمه ډيره کارولي وي چې ګوندي خپل پلویان ډير کړي او ددغه ديني مدرسي دروازي بندي کړي.

هغه د خپل لګولي تور په یوي بلي برخي کې ليکليٍ “د قندز اشرف المدارس په سیاست ګډه او د افغانستان د رایج کلتور او رواجونو سره توپیر لري” لیکونکي دي ته نوره اشاره نده کړي چې دا مدرسه څرنګه په سیاست ګډه ده ایا کوم کاندید لري کوم ریاست او یا کومي شعبي ته یې زړه ښه کړی او که يې کوم ګوند جوړ کړئ؟؟ او د هغوي کړه وړه د افغاني کلتور او رواجونو سره په توپير کې ګڼي چې داهم د تعجب خبره ده چې  تنګ مانتو/ شلوار/ پتلون/ کوټ او داسي نور افغاني کلتور ګڼل کيږي او نه غواړي څوک اعتراض پري وکړي نو دا د حیاء او عزت پوړني او اسلامي جامي چې شاوخوا زر کاله راهیسي د افغانو نجونو لباس دي او په هره زمانه کې د خپل خاص ډول موډ سره راڅرګنديږي، نو دا سنګه له کلتوره ووت؟!! که څوک شک لري کیدای شي د افغانستان د نجونو پخواني انځورونه پر انټرنټ و ګوري چې د دغه لباس ریښه ورته څرګنده شي او که چا دنني غربی او بی پته او بی عفته لباس کومه ریښه زمونږ په اسلامي او افغاني کلتور کې وموندله نو رادیشي چې مخ یې ور تور کړم.

خانم ګیاه هم ګیله کړي او د دغي اسلامي مدرسي‎ زده کونکي يې پرخاشګري بللي چې دا هم له لویه سره بي انصافي ده چې ته دي د یو چا په اسلامي لباس پسي ملنډي وهي او آن دغه دی اوس پر انټرنټ دومره منفي تبلیغات پسي کوي او هغه دي تاته ټنډه لا تروه نه کړي، او جالبه خو لا داده چې د دغسي انجونو محضي ساده خبره هم اوس دغسي مغرضینو ته پرخاش مالومېږي.

د خپل لګولي تور په بل اړخ کې يې داسي یوه خبره کړي چې ګواکي ( منظره مرګ، عذاب قبر او بهشتی زیور کتابونه) د مدرسي د زده کړه نیزو موادو ترټولو ستري سرچیني دي!!! دا یوه ښکاره دورغ ګنلی شو چې یوه مدرسه کې تفاسیر، احادیث، فقه، عقاید او نور کتابونه د مدرسي ترټولو ستر درسي مواد و ګڼل شي او پرځاي یې داسي واړه واړه د مطالعاتی کتابونه ستري سرچیني و ګڼل شي!!

بل ځاي یې ( د شکیبا هاشمي) چې د دولتي مدرسي رئیسه ده، له خولي د مدرسي زده کونکي په دي تورني کړي چې هغوي ودونو او ښادیو ته نه ځي! دلته بي انصافه لیکونکی دغه ټکی لیري غوځولی چې څه ډول ودونو ته نه ځي؟ دا خبره یې ځکه مطلقه لیکلي چې دغه انجوني بیخي د خوښۍ او ښادۍ ضد ښکاره کړي! حال داچي د هري مسلماني انجلی وظیفه ده چې د غم او ښادۍ په حالت کې خپل عفت ته پام وساتي او د رقص او نڅا محفلونو ته ولاړه نشي او دخرافاتو ډکو ودونو کې ګډون ونکړي.

او په یوه شیطاني ډول او عنوان یې د (مفتي سراج الدین) چې د مدرسي د بنسټ ایښودنکو نه دي انتقاد کړئ چې ولي يې د مدرسي د یوي زده کونکي سره واده کړی دی!! زه نه پوهیږم چې د خپل استاد سره د کورني او جانبینو په خوښه واده کول کوم شرعی او یا کلتوری بنسټ تر پښو لاندي کول دي؟ او که د سکشول غربي نړۍ د جنډر د خوښي خلاف د اسلام په یوه اصل باندي عمل کول؟ که دغه کړنه دلته چاته بده ښکاري نو رادیښي د هرات پوهنتون کې دي سر دننه کړي چې یواځي په ۱۳۹۲ کال کې څو ودونه د کورنۍ د اجازي پرته د استادانو او شاګردانو نجونو وشول؟ آن د ژورنالیزم د یوه استاد خو دریم واده د خپلي یوي زده کونکي سره وشو!! نو که دغه په اصطلاح مدني فعالان دلته فعاله دي نو هلته دي هم د خپلو ښځو دفاع وکړي.
او د مړه وجدان نه را پاریدلي بله خبره يې داوه چې وايې دا مدرسي له کومه خپل مالي لګښت راوړي؟!! زه خو وایم دغه غریب یا د ایمان له زوره نه دي خبر او یا پر افغانستان د اسرائیل خیال کړئ او یا یې د افغان ملت د پاک وجدان په هکله مالومات د ټکي سره سم دي. او بله خبره داچې دا لیکوال لکه چې په ټول افغانستان کې د خصوصي زده کړو (ښوونځي او یا پوهنتون) نوم بیخي ندي اوریدلی، دغسي مدرسي له خپلو زده کونکو څخه په میاشتانه توګه فیس غواړي او آن د ترانسپورټ روپی بیلي تري غواړي او د مولوی صاحب عبدالخالق په وینا ځيني خويندي په صدقه کې آن د خپل لاس بنګړي او د غاړي غاړګۍ مدرسي ته وربخښي. آیا دا د تعجب خبره ده چې یوه کس دي  خپل مال د الله (ج) په لاره کې صدقه کړي او دا د تعجب خبره نده چې د فرهاد دریا په کانسرت کې يې ډمانو ته و بښي!!  او یا يې په بلخ کې د خرافاتو ډک مرکزونو ته ډالی کړي!!

زه غواړم په پاي کې ووایم چې ما د قندز (اشرف المدارس) له نږدي نده لیدلي او یواځي مي د هغي مدرسي له مخي قضاوت وکړ چې کټ مټ دغه شان ده او زما خپله خور او لور سبق پکي وايې او ټول قانون يې راته څرګند مالوم دی.

خو ډاډه يم چې د لیکوال د ځينو ټکو په ناسمتوب هر څوک له ورایه پوهېږي آن که يې هغه مدرسه په خوب هم نه وي لیدلي. ما دا لیکنه ځکه وکړه چې د ملیار دغه لیکنه مي پر خپل اسلامي حریم او افغاني کلتور یو ښکاره بريد وګاڼه او خپله دنده راته مالومه شوه چې تر خپله وسه يې رد کړم، خو مطمئن يم چې نور وړونه به زما تر دي لیکني خورا ستري او کره لیکني وکړي او یا به یې کړي وي.  زه د خپلي خبري په پاي کې د ښاغلي دکتور یوسف القرضاوي (حفظه الله) هغه خبره خپلو ټولو خویندو او وړونو ته ډالی کوم چې له تکفیر نه لاس واخلی. حتی هغه کسان چي تاسي تکفیروي تاسي د یوه پوه د یوه عالم د یوه مسلمان په توګه هغه مه تکفیروی. دا لاره اغزنه ده او تاسي نیغي او سمي لاري ته ورغوښتل شوي یاست.

حسبناالله و نعم الوکيل نعم المولی و نعم النصیر

له لویه خداي غواړم چې دغسي اغزن لاسونه نور زمونږ د اسلامي ټولني له سره ليري کړي.

عبد الجبار مطمئن  – فراه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x