نظــر

د مولانا عبدالصبور مخالفت او يوه اندېښنه

زاهد خليلي

د دغو علماوو له لوري د خپلواکۍ په پار د موسيقۍ د پروګرام مخالفت پر ځای کار دی؛ خو پوښتنه داده چې له دې وړاندې د طلوع-اريانا او شمشاد په سټوډيوګانو او د هېواد په نورو ولاياتو کې همدغو سندرغاړو د موسيقۍ پروګرامونه کړي. د کابل په ګډون په نورو ولاياتو کې هره شپه په هوټلونو کې د موسيقۍ پروګرامونه جوړېږي، ايا له دغو کوم يو يې دغه مسئله دومره ټينګه نيولې ده چې اوس يې د خپلواکۍ د نمانځلو په موخه د جوړ شوي کنسرت مسئله دومره ټينګه نيولې او پر ضد يې کمپاين کړی؟ ځواب منفي دی. که دوی له اوقافو وزارت او اکرم خپلواک څخه د دغه کنسرت د لغوه کولو غوښتنه کولای شي؛ خو بيا په بچه بازۍ د مشهور شخص، شېرزي، چې له ډمو سره يې ويډيو ګانو انټرنټ نيولی او اوس سرحداتو وزرات ته نوماند دی، د ده په نوماندۍ چوپ دي، کوم يو يې له ولسمشره يا هم اجراييه رييسه غوښتي چې د اسلامي جمهوري هېواد او مسلمان ولس نمائنده ګي بايد دغه ډول شخص ته و نه سپارل شي.

دلته بهرنيان په څرګنده بې ګناه خلک بمباروي؛ خو له دغو علماوو يو يې يو ځل هم د بهرنيانو دغومره مخالفت و نه کړ او نه يې يو سل کسه سړکونو ته راوويستل. ايا د موسيقۍ د يوه کنسرت، چې له دې وړاندې سلګونه ځله جوړ شوي، په دغومره مخالفت او د خلکو او علماوو تر منځ په دغومره کرکې رامنځته کولو ارزي؟.

او بيا يوازې ولې د خپلواکۍ د نمانځلو په موقع دغه مسئله دومره ټينګه ونيول شي. دغو علماوو ته په ټول احترام، ما ته، د دوی په اوړو کې شګه ښکاري.

له بده مرغه د تېرو څلوېښتو کلونو ناخوالو زموږ ټولنيز جوړښت ته ډېر زيان رسولی. دلته تېر تاريخ، ارزښتونه او بل هر څّه قومي شوي. اتلان او کارنامو ته يې د زياتره سياستوالو سربېره مذهبي قشر هم له قومي نظره ګوري. که څوک دغه خبره هر څومره رد هم کړي؛ خو واقعيت همدا دی.

تېر کال مولانا صېب د غازي امان الله خان په اړه په فارسي يو شمېر غېر پښتنو ته د غازي سپکاوی کوه او هغه يې بې دينه وښوده او په دې يې ملامت کړ چې ږيره يې خرېلې وه. بل خوا، داسې يو شخص يې اتل کړ چې د هغه خپل قومي او منل شوي ليکوالان يې غل، داړه مار او بې سواده بولي. باور وکړئ، مولانا صېب به هېڅکله هم دغه خبرې د پښتنو په سيمو کې په دومره جرئت و نه کړي، که يې وکړي، ان د خپلو پلويانو له لوري به له مخالفت سره مخ شي او بيا په عامه ځايونو کې، داسې خلکو ته چې له تاريخه هم سم مالومات نه لري، دغه ډول خبرو ته هېڅ اړتیا نه ليدل کېده.

له خورشېد تلويزيون سره په خبرو کې د مولانا د خبرو ملاتړ داسې يو چا کاوه چې په اخلاقي فساد تورن و. هغه په قومي تعصب کې دومره ډوب و چې د مولانا صېب په شتون کې يې غازي امان الله خان په څرګنده کافر اعلان کړ.

په هر حال! دا چې مولانا صېب او ورسره نورو ډېرو غېر پښتنو ملايانو د خپلواکۍ په پار د موسيقۍ د پروګرام مخالفت دومره ټينګ نيولی، لامل يې ما ته تر ډېره قومي ښکاري. زه يقيني يم چې له مولانا سره ولاړ غېر پښتانه علماء به زياتره د سياسي تنظيمونو غړي هم وي.

ما ته د دغو علماوو له لوري د خپلواکۍ په پار د جوړ شوي کنسرت سره مخالفت تر ډېره قومي-سياسي ښکاري. دلته په څرګنده په تلويزيونو، کتابونو، ليکنو او ټولنيزو شبکو کې د يوه قوم د اتل سپکاوی کېږي. لاسته راوړنې يې ان په حکومتي کچه نه نمانځل کېږي او يادونه ترې نه کېږي.

پرته له شکه مولانا عبدالصبور به د پاک نيت له امله د دغه کنسرت مخالفت کوي؛ خو زه وېره لرم، هغه نور چې له ده سره ولاړ دي، له ده ملاتړ کوي او دی يې له ځان سره ملګری کړی، ما ته د هغوی د دې کړنو تر شا نور اهداف ښکاري. زما اندېښنه هم دا ده، لکه دلته چې زياتره سياستوالو او حتی مذهبي مشرانو هر څه قومي-سياسي کړي، د خپلواکۍ نمانځل او د دې ورځې په موخه جوړ شوي پروګرامونو سره د دوی له مخالفت څخه قومي بوی راځي.

که دغه علماء قومي چلند نه کوي، همدا علماء له تېرو شپاړسو کلونو راهيسې په کابل کې اوسېږي. هغه چېنلونه چې له اسلامي او افغاني فرهنګ سره په څرګند تضاد خپرونې کوي، هندي-اروپايي چېنلونه دلته بربنډ فلمونه خپروي، يوه ورځ چا وا نه ورېدل او نه د دوی له فيسبوک پاڼو له دې برنامو او تلوېزيونو سره دغومره په ټينګه مخالفت وشو، لکه نن چې د ازادۍ په پار د جوړ شوي پروګرام سره کېږي.

د اتڼ او موسيقۍ له يوه عادي پروګرام سره په دغومره ټينګه مخالفت، غونډې رابلل او د اعلاميو د خپرولو تر شا ما ته د دوی قومي چلند ښکاري.

زه پر نشنلېزم او قومي تعصب هېڅ بارو نه لرم؛ خو د دغو ځينو علماوو دغه ډول دوه ګونی چلند او په داسې حال کې چې موږ له دې پرته له ډېرو لويو ستونزو سره مخ يو، زه ګېچ کړی يم، ما ته اندېښنه راولوېده، چې خدای مه کړه، دوی خو به د دې تر شا بل کوم قومي-سياسي هدف نه لري. هسې نه دوی د امان الله خان له لوري د خپلواکۍ جګړه تر سوال لاندې راولي؟ او دوی د امان الله خان په اړه د عامه خلکو د فکر د بدلولو کوښښ خو نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The supreme position King Ammanullah Khan achieved in the country and the people of Afghanistan is a lot higher than what the Illiterate Moulana Saboor thinks.The sun can not be hidden with two fingers. The three genius fore fathers Haji Mirwais Khan, Ahmad shah Durani and Librator King Ammanullah Khan will always be remembered in the history.

محمدنعیم سادات

دلته پدی لیکنه کښی د معلومو کړیو یا مریضو فکرونو لخوا کوښښ شوی چی د قومی یا ژبنی تعصب مرض د علماوو منځته ور داخل کړی . او غواړی چی دینی علما په پښتون ، تاجک ، ازبک او یا هم پښتون او فارسی سره وویشی . دلته تاسی د عیسویت د جاسوسانو د کار کولو میتود لیدلی شی چی دوی په څه ډول او میتود د اسلام د مبارک دین سره خپله دښمنی پالی او په څه ډولونو د مسلمانانو منځته د فتنی د وراچولو کوښښ کوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x