زه ولې مسلمانه شوم؟! کتاب چاپ شو

دکتاب لومړۍ پښتۍ کې دنوی مسلمانې شوې خورانځوراودمدیني منوري عکس په ښکلي ډیزاین سره راغلی.
په دویمه پښتۍ باندې هم دلیکوال يوبل چاپ شوی له امریکاسره امنیتي تړون ،دوامداره جګړه اوکه سیاسي حل ؟؟دهغې پښتۍ عکس لیدل کیږي.

داکتاب چې  زه ولې مسلمانه شوم ؟ لیکنه اوټولونه يې خپلواک ژورنالېست زاهدالله توحیدیارکړي ، دپښتۍ اوډیزاین دکتاب ښکلا  لاڅو چنده کړي.چې پښتۍ ډیزاین نقیب للموال کړی.
دکتاب ډالۍ دلیکوال زاهدالله توحیدیارلخوانه  هغې چاته چې، تر ټولو لومړى يې داسلام دين ومانه ( حضرت خديجه رضى الله عنها)
او هغه نويو مسلمانانو ته چې داسلام ددين په حقانيت قانع شول كتاب نږدې څوارلس بېلابیلې ريښتنوقصوسره دهغو عواملو څیړل شوي چې ددې باغث شول چې دوی داسلام مبارک دین ومنه.

دکتاب په اخره کې ماخذونه یادشوي .

په دې کتاب باندې دنصرانسیتیوت مشراستاد محمدناصرحلیمي اواقتصاد وزارت ویاند نجیب الله ا مین تقریظونه اوترڅنګ يې دنقیب الله للمه وال لخوا دلیکوال لنډه پیژندنه اود دعوت خپرندویه ټولنې دمشرقاري سبحان الله وقاریاداشت لیکل  شوی.  

دکتاب ټول مخونه نږدي ۱۱۲مخونه لري په ښه کاغذچاپ شوی  

دچاپ چارې د دعوت  خپرندویه ټولنې لخواپه ښه صحافت ترسره   شوی. اوشاخوا په لومړي ځل تر۱۰۰۰تعداد  اوچاپ کال یې۱۳۹۲دی

دترلاسه کیدوځای هم د دعوت  کتاب پلورنځی اسحاقزی مارکېت جلال ابادښاردی.

له دې وروسته دلیکوال دوه نوراثار(سوله زموږاړتیا) او(تورزندان ) په نږدې راتلونکي دګرانولوستونکیو ته انشاء الله ورسيږي .
 

زاهدالله توحیدیار

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د