نړۍ

عراق کې ۷ تنو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): په عراق کې د امريکا پوځي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په شمال کې ۷ تنو امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عراق کې د امريکايي ځواکونو د قومندانۍ له لوري په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو عسکرو ته تېره ورځ د عراق په شمال کې مرګ ژوبله رسېدلې او په ترڅ کې يې ۲ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

پوځ وايي، چې دغه پوځيان په مخامخ بريد کې نه دي وژل شوي، خو زياتوي چې په دې اړه به خپلې پلټنې وکړي.

د دغه بريد مسئوليت داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

د راپورونو له مخې د روان مېلادي کال له پيل راهيسې تر دې دمه عراق کې ۱۱ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

په عراق کې د داعش ډلې سره د جوړ شوي نړيوال اييتلاف قومندان جنرال ستيف ټون رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د يادو سرتيرو د وژل کېدو په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x