
هندوستان کې ځمکې ښوېدو او سېلابونو ۴۵ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): په هندوستان کې د ځمکې ښوېدنې او سختو بارانونو له امله سېلابونه راغلي، چې خلکو ته يې دروند مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د دغه هېواد رسنيو ويلي، چې له مسافرو ډک دوه بس موټرونه د ځمکښوېدنې له امله يوې ژورې کندې ته لوېدلې، چې په پايله کې يې ۴۵ کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي، دغه بس موټرونه د ۸۰۰ متره ژورې کندې ته لوېدلي او د خاورو لاندې شوي دي.
سيمه ييز چارواکي او د ژغورنې ډلې مشر انشول ګوپتا وايي، چې تر دې دمه يې د ۴۵ کسانو مړي د خاور نه راويستلي او د نورو پلټنه هم روانه ده.
د دوی په وينا، ښايي په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېره له دې هم لوړه شي.