افغانستان

امریکايي سناتور: د امپراتوریو په هدیره کې اوږده جګړه ختمه کړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا په سنا مجلس کې د ویرجینیا ایالت استازي (ریچرډ بلیک) په خپلې تازه مقاله کې د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې نور د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي، ځکه چې په وینا یې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او د بې غوره بهرنیو یرغلګرو لپاره د مرګ یو جال دی.

نوموړي زیاته کړې چې په ۱۸۴۲ کال برتانويانو په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړله او درې کلن اشغال ته یې د پای ټکی کښيښودل شو. د هغه په وینا شوروي اتحاد د انګریزانو تېروتنه بیا تکرار کړه او بالاخره یې په ۱۹۸۹ کال له سختو جګړو وروسته افغانستان خوشي کړ او د هغه وخت شوروي ولسمشر میخایل ګورباچوف افغانستان یو «وینه بهیدونکی ټپ» وباله.

یاد امریکايي سناتور زیاتوي چې هوښیار رهبر پر افغانستان برید نه کوي، ځکه چې د افغانستان غرنۍ سیمې او سخت دریځی کلتور د هر یرغلګر لپاره د مرګ د یوې لومې حیثیت لري.

ریچیرډ بلیک لیکي چې پخواني ولسمشر جورج بوش د افغانستان تاریخ ته پام ونه کړ او په دې هیواد یې یرغل وکړ او له همدې کبله امریکایي عسکرو په زوړوتیا، مهارت او ټینګې ارادې جګړه وکړه خو کامیابي یې ترلاسه نه کړه.

یاد امریکايي سناتور په اوباما هم نیوکه کړې چې په ټاکنیز کمپاین کې یې د دغې بې نتیجې جګړې د ختمولو ژمنه کړې وه، خو کله چې ولسمشرۍ ته ورسېد په افغانستان کې یې د امریکايي عسکرو شمېر درې چنده کړ او سلو زرو ته یې ورساوه. ریچرډ بلیک وايي چې که څه هم اوباما د واک په وروستیو کې د عسکرو شمېر راکم کړ خو دا یې د عسکرو د ویستلو یو ناکام کوښښ و.

نوموړی لیکي چې د افغانستان روانه ۱۶ کلنه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګرځېدلې، ۲۴۰۰ امریکايي عسکر په کې وژل شوي او ۲۰۰۰۰ نور ټپیان دي او دغې جګړې زمونږ د مخ په زیاتیدونکو قرضونو کچه یو تریلیون ډالره نوره هم لوړه کړه.

د هغه په وینا نن ورځ په افغانستان کې ۸۵۰۰ امریکايي عسکر شتون لري، خو د طالبانو قوت مخ په زیاتېدو دی.

امریکايي سناتور ریچرډ بلیک امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه ګڼي او زیاتوي:

«مونږ دا جګړه بایللې. که رښتیا ووایو نو په هغې ورځ مو لا بایللې په کومه چې مو پیل کړې وه».

نوموړی وايي چې امریکا په افغانستان کې یو فاسد حکومت جوړ کړ او داسې مشکوک عسکر یې وروزل چې په ځلونو یې په خپلو امریکايي روزونکو د ټوپک شپیلۍ وراړولي.

هغه په افغانستان کې د امریکا لاسته راوړنې د نشت برابر ګڼي او زیاتوي چې د شپاړسو کلونو د مالي او ځاني تلفاتو په پرتله یې ډیرې لږې لاسته راوړنې لرلي.

نوموړی وايي چې ډونلډ ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه ورکوله، خو کله چې واک ته ورسېد نو جنرال مک ماسټر یې خپل امنیتي سلاکار وټاکه، څوک چې افغانستان ته د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو د لیږلو پلوي دی.

امریکايي سناتور افغانستان ته د نورو عسکرو له لیږلو سره مخالفت څرګندوي او زیاتوي: «هغه هدف چې سل زرو عسکرو نه دی ترلاسه کړی، نو ۴۰۰۰ به یې څه لاس ته راوړي؟».

نوموړي د خپلې مقالې په پای کې لیکلي چې که ټرمپ غواړي چې د بوش او اوباما په شان کړنلاره ولري، هغه بېله خبره ده، که نه نو باید «له افغانستان څخه خپلې بسترې را په شا کړي او امریکايي عسکر بیرته خپل هیواد ته راوغواړي».

ریچرډ بلیک په امریکا کې د جمهوري ګوند مخکښ سیاستمدار بلل کیږي او په امریکايي رسنیو کې په مکرر ډول راڅرګندیږي او مختلفو امریکايي رسنیو ته کالمونه لیکي. نوموړي د ویتنام په جګړه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

د امریکا دی سناتور ته د جګړی زور معلوم دی دا نور یی هسی بی خبره راغلی دی

الحاج استاذ بیانزی

یو متل دی وایی ښځو کی هم نارینه شته ، یعنی ځينی ښځی هم نارینتوب یا غیرت لری ، دغه سناتور هماغه دی ، که دوی رښتینی واقع بین واوسی د دومره پوهی سره چه ځانونه د نړی رهبران او لویان ګڼی خپل خالق نه شی موندلی لکه ماشوم څخه چه مور ورکه وی د هری شځی پسی منډی وهی . دوی ټول وحشیان او دغره لیوان ځکه دی چه دنړی حریص خلک هم دوی دی مظلوم بشریت د همدغه حرص له امله استثماروی او غلاموی . هو وحشیانو او لویانو کی هم لوی او کوچنی لیوان شتون لری او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x