افغانستان

انټريسټ: که افغانستان ورانول غواړئ اجير سرتیري ورواستوئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): امريکايي مجلې نيشنل انټرسټ د «که افغانستان ورانول غواړئ اجير سرتيري ورواستوئ» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی.

د ليکوالې (مولي دولیګان) په خبره چې د افغانستان مسله د امريکايي شخصي کمپنۍ د عسکرو په لېږلو سره نه حل کېږي، بلکې په وينا يې چې د دغو شخصي کمپنيو سرتيرو له دې وړاندې په عراق کې ښه نتيجه نه ده ورکړې.

ليکوالې په عراق کې د دغه سرتيرو دندې ته په اشارې ويلي چې د دوی په اړه په هغه هېواد کې دوه سروې ګانې شوي او په دواړو کې يې پايلې منفي دي، نوموړی زياتوي چې په عراق کې امريکايي عسکر د خصوصي سرتيرو له کړنو خوښ نه برېښېدل او په وينا يې چې ځينې وخت به يې داسې ګواښوونکي او خپلسري کارونه ترسره کول چې اړتيا به يې نه وه.

دغه راز په دوهمه سروې کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له کارمندانو د دوی په اړه پوښتنې شوي، پايلو يې ښودلې، چې د خصوصي شرکتونو سرتيري د عراقيانو له دودونو سره نابلده و او د هغوی د کلتور او ټولنې حساسيتونه يې نه شول درک کولی.

په عين حال کې برتانوۍ ورځپاڼې ټايمز په يوه مقاله کې ليکي، چې خصوصي شرکتونو ته د افغانستان جګړې سپارل به سياسي او پوځي وضعيت لاپسې ستونزمن کړي.

د ورځپاڼې په باور، د جګړې خصوصي کول له ځان سره ډېر خطرونه لري چې لومړی خطر يې د دغه شرکتونو پر خپلو عسکرو نه کنټرول او د دوی د جګړې څرنګوالی دی.

ورځپاڼې اندېښنه څرګنده کړې، چې افغان جګړه خصوصي شرکتونو ته سپارل به مخالفتونه رامنځته کړي او ښايي د افغان دولت ځيني چارواکي هم د دغه پريکړې پرضد ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې راپورونه ورکول شول، چې د امريکا د خصوصي شرکت بلک واټر مشر امريکايي چارواکو ته د افغان جګړې د ورسپارلو وړانديز کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x