ورزش

افغانان لا په کرکټ کې «طالبان» دي

د افغانستان د کرکټ ملي  لوبډله لا هم تر دې مهاله په کرکټ کې طالبان دي. دوی تر اوسه پورې د طالبۍ له مرحلې نه دي وتي او په طالبۍ کې څوک استادانو سره پنجه نشي وهلی.

د سري  لانکا لوبډله شاوخوا ۶۰ کلن تاریخ لري، هغه مهال يې ورلډکپ ګټلی چې زموږ لوبغاړو بیټ و بال نه پيژانده. موږ ددوی د شاګردانو شاګردان یو، دومره مقابله زموږ لپاره خورا د ویاړ ده.

افغانستان نن د سري لنکا بیټسمینان تر ښه تاثیر لاندې راوستي و، او په ۵۰ اورونو کې يې تر ۲۵۳ منډو پورې راښکته کړل.

د کرکټ پوهانو په اند که څه هم  افغان لوبډله  بې تجربې ده، خو د سري لنکا لوبډلې په څېر ټيم تر ۲۵۳ پورې محدودول ددوی قوي بالینګ او کپتاني ده. ددوی په وینا   که  له اولې درجې لوبډلې سره يې نورې  لوبې وکړې، ډیر څه به ترې زده کړي.

نن سري لنکا پچه وګټله او اول بیټنګ پریکړه يې وکړه، لومړی لوبغاړی يې په شاپور ځدران بولډ اوټ کړ.  دا مهال د سري لنکا ۱۴ منډې وې. افغانستان له پیله سري لنکا تر سخت تاثیر لاندې راوستې وه. د سري لنکا له لوري سنګکارا ډيره ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۱۰۲ بالونو ۷۶ منډې جوړې کړې همدا راز میتیوز چې خورا تېزه لوبه کوي ۴۵ منډې جوړې کړې. سري لنکا په ۵۰ اورونو کې ۲۵۴ منډې هدف افغانستان ته وټاکه.

د افغانستان په بیټنګ کې شهزاد یو ځل بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار کړې، له حوصلې يې کار وانه خېست او په دوهم اور کې د لکمل په بال بولډ اوټ شو.  اصغر یو ځل بیا نسبتا ښه لوبه وکړه، نوموړي ۲۷ او نورعلي ځدراڼ ۲۱ منډې جوړې کړې. نوروز منګل ۴، سمیع الله شینواري، ۶ ، محمد نبي ۳۷، نجیب الله ۱۱، میرویس اشرف ۱، حمزه هوتک ۱، دولت ځدراڼ صفر او شاپور ځدران هم صفر منډې جوړې کړې.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۹م اور کې په ۱۲۴ منډو وسوځېدل.

د کرکټ پوهانو په اند افغان لوبډلې که څه هم په بیټنګ کې ونه ځلېدل، او نه یې هم فیلډنګ د یادوني وړ وو، خو بالینګ يې خورا غښتلی و او مقابل لوری  یې دې ته پرینښود چې تر ۲۵۰ زیاتې منډې جوړې کړي.

د سري لنکا کپتان میتیوز  وايي چې موږ ددې مسابقې د ګټلو لپاره خورا زیات کوښښ کاوه، څو فاینل (پایلوبې) ته  ووځو،  نوموړي زیاتوي  چې افغان لوبډله ډير قوي بالران لري، موږ يې په پیل کې له ډیرو ستونزو سره مخ کړو.

افغانستان د مارچ په ۵مه د هند سره لوبه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x