د شیطان پېژند ګلوي (پنځلسمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو پدې خبرې کولې چې شیطان د انسان د بې لارې کولو لپاره څه کولی شي؟ هلته تېر شول چې خلکو ته ځینې عملونه ښائسته ور ښکاره کولی شي ، خلکو ته دوکه ورکولی شي ، خلکو ته درواغ وایي او په درواغو څوک تېر ایستلی شي ، په ځینې غیبو باندې خبرېدلی شي … پدې برخه کې دا موضوع شروع کوو چې شیطان انسان ته په څه وخت کې ډېر راځي؟

شيطان څه وخت انسان ته راځي؟

هسې خو شيطان کوښښ کوي چې هر وخت بايد له انسان سره وي او په کوم وخت کې چې دده تمه او اميد وي چې په انسان باندې به کوم غلط کار وکوي نو دی هلته حاضريږي لکه حضرت جابر رضی الله عنه چې فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم نه واورېدل چې فرمايل يې : إن الشيطان يحضر أحدكم عند كل شيء من شأنه. صحیح مسلم

ترجمه : بېشکه شيطان يو د تاسې ته حاضريږي د هغه په هر کار کې (هغه چې هرڅه کوي شيطان ورسره وي) .

خو يو څو ځايونه داسې هم دي چې شيطان په هغه کې له انسان سره ډېر د نېږدې والي کوښښ کوي د مثال په ډول :

کله چې ماشوم اول پيدا شي

کله چې ماشوم اول پيدا شي لکه مخکې چې تېر شول رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل چې د ماشوم هغه اول چیغه د شيطان د ضرر له امله وي دلته يوه خبر د يادولو وړ بولم چې ددې لپاره چې خپل بچي د شيطان له ضرر نه وساتو رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږ ته علاج ښودلی دی حضرت عبدا لله بن عباس رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : لو أن أحدكم إذا أتى أهله قال باسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا، فقضي بينهما ولد لم يضره. صحیح البخاري

ترجمه : که چېرته په تاسې کې کوم يو خپل اهل ته ورځي (جماع کوي) نو ووايي اې الله جل جلاله مونږ له شيطان نه وساته او شيطان له هغه څه نه چې مونږ ته د راکړي دي په يو طرف کې وساته نو که ددې جماع نه دوي ته ماشوم مقرر شوی وو شيطان به هغه ته ضرر نه رسوي .

د لمانځه په وخت کې

کله چې يو مسلمان لمونځ کوي هم شيطان ډېر کوښښ کوي چې يا خو يې لمانځه ته پرې نه ږدي او يا که په لمانځه هم و دريږي نو بيا کوښښ کوي ورته خراب يې کړي لکه حضرت عائشه رضی الله عنها چې فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه و سلم نه په لمانځه کې د يو او بل ‌طرف ته د کتو په اړه پوښتنه وکوله رسول الله صلی الله علیه و سلم راته وويل : هو اختلاس يختلسه الشيطان من صلاة العبد . صحیح البخاري

ترجمه : دا غلا ده چې شيطان يې د بنده د لمانځه نه کوي (يعني دا شيطان دی چې انسان ته په لمانځه کې څه داسې فکرونه ورکوي چې له امله ئې انسان يو بل خوا نظر کوي او له لمانځه نه يې توجه اوړي) .

په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : إذا نودي للصلاة أدبر الشيطان وله ضراط حتى لا يسمع التأذين، فإذا قضى النداء أقبل حتى إذا ثوب بالصلاة أدبر حتى إذا قضى التثويب أقبل حتى يخطر بين المرء ونفسه، يقول: اذكر كذا اذكر كذا -لما لم يكن يذكر – حتى يظل الرجل لا يدري كم صلى. متفق علیه

ترجمه : کله چې د لمانځه لپاره اذان کيږي شيطان شا کړي او باد يې ماتيږي او ازونه وباسي ترڅو اذان وا نه وري کله چې اذان ختم شي بېرته را وګرځي کله چې د لمانځه د درېدلو لپاره اواز کیږي نو هغه بیا و تښتي کله چې د مانځه د درېدلو خبر هم ختم شی نو بيا راشي انسان ته په زړه کې خاطرې ور اچوي ورته وايي دا ياد کړه ، دا ياد کړه هغه خبرې چې ده ته ور په ياد نه وي تردې چې انسان داسې کړي چې دا ورته په ياد نه وي چې ده څو رکعته لمونځ وکولو .

نو لدې حديث نه هم ښکاره کيږي چې د لمانځه په وخت کې شيطان انسان ته ورځي او په لمانځه کې هغه ته د وسوسو او خاطرو ور اچولو کوښښ کوي ترڅو لمونځ کوونکی ونشي کولی په پوره توجه سره لمونځ وکوي او که مونږ خپلو لمونځونو ته فکر وکوو نو زمونږ د اکثرو لمونځونو همدا حال وي الا ماشاء الله .

انسان ته ارږمۍ ورولي

کله چې انسان ناست وي يا پروت وي يا چې په هر حالت کې وي هغه ته ارږمۍ وروستل چې خوله خلاصه کړي او اوږده ساه واخلي دا هم د شيطان کار وي حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : التثاؤب من الشيطان، فإذا تثاءب أحدكم فليرده ما استطاع فإن أحدكم إذا قال: ها، ضحك الشيطان. صحیح البخاري

ترجمه : ارږمۍ له شيطان څخه دی کله چې په تاسې کې يو کس ارږمۍ کولو نو ترڅو يې چې کولی شوای رد يې د کړي بېشکه په تاسې کې چې څوک ارږمۍ وکوي او له ارږمۍ سره ووايي ( ها) نو شيطان ور پورې وخاندي.

په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : إن الله يحب العطاس ويكره التثاؤب، فإذا عطس فحمد الله فحق على كل مسلم سمعه أن يشمته، وأما التثاؤب فإنما هو من الشيطان فليرده ما استطاع، فإذا قال: ها، ضحك منه الشيطان. صحیح البخاري

ترجمه : بېشکه د الله جل جلاله پرنجی خوښيږي او ارږمۍ يې نه خوښيږي کله چې په تاسې کې کوم يو و پرنجېدو د الله جل جلاله حمد يې وويلو هر مسلمان چې دده حمد واورېدو په هغه باندې دا حق دی چې ده ته يرحمک الله ووايي او ارږمۍ له شيطان نه دی نو کله چې چا ته ارږمۍ ورتلو ترڅو يې چې وس وو دفع د کړي او کله چې په ارګمي کې (ها) ووايي شيطان ور پورې خاندي .

په بل حديث کې حضرت ابو هريره رضی الله عنه فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايل : العطاس من الله والتثاؤب من الشيطان، فإذا تثاءب أحدكم فليضع يده على فيه، وإذا قال: آه آه ،فإن الشيطان يضحك من جوفه، وإن الله يحب العطاس ويكره التثاؤب، فإذا قال الرجل: آه آه إذا تثاءب، فإن الشيطان يضحك في جوفه. سنن الترمذي

ترجمه : پرنجی له الله جل جلاله نه دي او ارږمۍ له شيطان نه د ی کله چې په تاسې کې چا ارږمۍ کولو نو خپل لاس د په خپله خوله باندې کېږدي او کله چې په ارږمۍ کې ووايي آه آه شيطان ورپورې خاندي بېشکه د الله جل جلاله پرنجی خوښيږي او ارږمۍ يې نه خوښيږي کله چې په ارګمي کې آه آه ووايي شيطان یې د ننه ور پورې خاندي .

نو معنی دا چې شیطان انسان ته ارږمۍ ورولي او کله چې انسان خوله خلاصه کړي نو پدې وخت کې دی بد ښکاره کیږي نو شیطان ور پورې خاندي او پدې ډول د مکرم او عزتمن انسان توهین کوي او خپل سات ورباندې تېروي نو ادب یې دا دی چې څومره یې په وس کې وي باید ارږمۍ دفع کړي او که نشی دفع کېدلی نو چې کله خوله خلاصه کړي لاس د ورباندې کیږدي.

نور بیا ان شاء الله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.