
دهرات ښار د ترافیکو مدیر د خپل ساتونکي سره وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): تېره شپه یکشنبه د هرات ښار د ترافیکو مدیر او د هغه یو ساتونکو د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو.
پېښه تېره شپه را منځته شوه او نن د دوشنبې په ورځ د هرات امنیتي چارواکو رسما تایید کړه.
د امنیتي چارواکو په وینا تېره شپه شاوخوا اوه بجې د هرات په ښار کې د ترافیکو مدیر غلام دستګیر همایون باندي نامعلومو وسلوالو ډزې وکړې، چې له امله یې نوموړی ټپی او بیا په روغتون کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د غلام دستګیر سره د هغه یو تن ساتونکی هم وژل شوی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده رسنیو ته وویل چې د نوموړي قاتلین دوه کسان وه، پر موټرسایکل سپاره وه او د ډزو وروسته په بریالیتوب سره له سیمې څخه لادرکه شول خو دوی یې په اړه تحیقیقات پيل کړي دي.
تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.