نړۍ

روسانو د یوکرائن «کرائیمیا» سیمې ته خپل پوځونه ننویستل

د لویدیځ هېوادونو  د پراخو فشارونو سره سره هم  روس د یوکرائن «کرائمیا» نومې سیمې ته خپل پوځونه داخل کړي او سیمه يې تر خپل پوځي کنترول لاندې راوستې. د نړیوالو رسنیو په استناد زرګونه روسي عسکر د «کرائمیا» پوځي ودانیو او نورو مهم ځایونو ته ننوتي او هر څه يې په خپل واک کې اخیستي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې دوی په دغو سیمو کې د روسانو او انساني حقوق دفاع کوي.

د نړۍ ستر پرمختللي هېوادونو یوکراین ته د روسانو د ننوتل  پوځي یرغل بللی او دا یې د هغوی د خاورې د تمامیت او ملي حاکمیت خلاف عمل بللی.

له بلې خوا یوکراین حکومت خپل پوځونو ته ویلي چې په بشپړه توګه دې تیار اوسي او له لویدیځې نړۍ يې غوښتنه کړې چې د روسانو د پوځي یرغل مخه دې ونیسي.  بي بي سی د راپور په اساس په زرګونو خلک دې ته تیار شوي چې د روس په خلاف جګړه کې برخه واخلي، دوی اوس جګړه کې د شاملېدو لپاره نومونه ثبتول پیل کړی.

د دوشنبې په ورځ په جینوا کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویل چې روس پلوې جمهور رئیس له پرځېدلو وروسته روس په یوکراین کې د خپلو ګټو  او د هغو کسانو چې په روسۍ ژبه غږیږي ساتنه کوي.

روسان ادعا کوي چې د یوکراین د واکه لرې شوي جمهور رئیس وکټر یانوکووچ په غوښتنه یوکراین ته خپل پوځونه لیږلي.

په یوکراین کې د تېر کال د نومبر راهیسې د د روس پلوه جمهور رئیس پر خلاف مظاهرې روانې وې چې په وروستیو کې خورا زیات تشدد غوره کړ. څو ورځې دمخه روس پلوه جمهور رئیس له واکه لرې شو او د وخت تر مخه يې ټاکنې اعلان کړې. د روس پلوه جمهور رئیس د لرې کېدو وروسته روس د خپلو ګټو او موخو د تر لاسه کولو لپاره مستقیما خپل پوځونه یوکراین ته ننویستل. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x