ana inside home

تاسو کومه آزادي لمانځئ؟!!

ابو یاسر افغان

هغوی چې د آزادۍ جشنونه جوړوي ځواب دې راکړي: تاسو کومه آزادي لمانځئ؟ آیا د امریکا او انګلستان پۀ شمول د نړئ نږدې ۴۰ هېوادونه نۀ وینئ چې عملاً پۀ هېواد کې خپل پوځونه او استخباراتي کړۍ لري؟؟ آیا د هېواد ځمکه او فضا مو د صلیبي نیواکګرو په لاسو کې نۀ ده؟؟ آیا د هېواد پر زیرمو او کانونو مو یهودي او صلیبي ښاماران پراتۀ نۀ دي؟ آیا دا حقیقت نۀ دی چې پۀ ارګ کې پۀ لومړي ځل یوه مشرکه نصرانۍ د ملکې پۀ حیث واکمنه ده او یو پراشوتي جعلي مفکر پر ملت مسلط دی، داسې مفکر چې نه لۀ خپلې لور خبر دی او نۀ لۀ خپل زوی؟؟ آیا د افغانستان شتمني ټوله بهرنیو هېوادونو ته نۀ ځي؟؟ راځئ یوه شېبه د احساساتو له تنګې نړۍ را ووځئ او د حوصلې، صبر او زغم پۀ پراخه ډګر کې قضاوت وکړئ چې پخوا یواځې انګلیسي ښکېلاکګر ؤ امان الله خان لۀ هغوی آزادي واخیسته، مګر دا چې د آزادۍ لپاره قرباني چا ورکړه، هغوی که نن هم وای، نو تاسو به ترهګر بلل ځکه چئ د بهرنیو اشغالګرو خلاف مجاهده او مبارزه خو هسې هم ستاسو پۀ نظر ترهګري ده، مګر همغه امان الله خان چې تاسو یې پۀ دې اتل ګڼئ چې د خپلواکۍ سند یې لاسلیک کړ، نن خو تاسو د هغۀ روح ته هم اذیت ورکوئ، لۀ یوې خوا مو بېرته انګلیسي یرغلګر راوستي او پۀ غلامۍ یې فخر کوئ او لۀ بلې خوا د آزادۍ جشنونه پۀ ساز او سرود لمانځئ، ډمې پۀ کې ګډوئ، موږ نۀ پوهیږو چې افغان غیرتي غازیانو ملامشک عالم، محمد جان خان وردګ، وزیر محمد اکبرخان، امین الله خان لوګری، غازي ایوخان، ملالۍ او… چې انګلیس ته ماتې ورکړی وه دا یې په توره او د الله اکبر په کفر لړزوونکو تکبیرونو ورکړی وه یا یې د خپلو وینو پۀ قربانولو او که نه، دا یې د ساز سرود، رباب او باجو، سندرو او نڅا په وسیله؟ نن تاسو د همغه ملت لوڼې نڅوئ او خارجي یرغلګرو ته یې ور ډالئ کوئ، د کوم ملت چې تاریخ په ملاله میوندۍ، هوسۍ او ناهیدې ځلیږي، تاسو ډمې راولئ، د ساز او سرود محفلونه جوړوئ، په داسې حال کې چې لا هم صلیبي اشغالګران خپل اشغال ته دوام ورکوي خاین اشرف غني ورباندې هېواد پلورلی، د صلیبي داړه مارانو زندانونه د مسلمانانو له ځوانانو او پیغلو څخه ډک دي مګر دا تاسو څۀ کوئ؟؟ تاسو خو یو قدم د آزادۍ پۀ لاره کې نۀ دی اخیستې، نو د څۀ شي آزادي لمانځئ؟ آیا د ساز او سرود، د سود او قمار، د زنا او لواطت، د شرابو او ارتداد آزادي او که… دا تاسو پۀ کومه خوا روان یاست؟ لږ لۀ هغه انګلیسي ښکېلاکګرو وشرمیږئ چې په توره شپه مو د هېوادوالو پر کورونو داړې اچوي، ښځې یې درته بې پته کړی، ځوانان، سپین ګیري او ماشومان یې شهیدان کړل، مسجدونه او مدرسې یې درته ورانې کړی، ملي شتمنۍ یې درڅخه لوټ کړی لنډه دا چې لۀ هر څۀ یي خلاص کړئ او لا مو هم ویني سکي لګیا دي بمونه وروي، چاپې اچوي، ایډز، ارتداد او بې حیایي خپروي او تاسو د آزادۍ جشنونه لمانځئ؟؟

که تاسو زموږ ځواب نۀ شئ راکولی، نو پۀ ښکنځلو، ټاپو او بدو ردو مو خولې مۀ ستړې کوئ، باید ومنئ چې تاسو د آزادۍ دښمنان یاست، تاسو غلامان یاست او داسې غلامان چې پۀ خپله غلامۍ ویاړ کوي، تاسو ته هر څۀ د یهودو لۀ خوا در کول کېږي، تاسو دین سره خیانت کړی، ملت سره مو خیانت کړی، خاورې سره مو خیانت کړی او زموږ پۀ ملي ارزښتونو او ملي اتلولیو پورې ملنډې وهئ، تاسو کې دومره غیرت نشته چې خپله خپلواکي ثابته کړئ ،چې خپل حیثیت ثابت کړئ، چې د یرغلګرو خلاف له خولو اُف وباسئ، چې د آزادۍ پۀ لاره یو قدم لاړ شئ. نو ځکه خو موږ وایو کنه، چې آزادي زموږ ژوند دی، زموږ روح دی، زموږ د عزت او ناموس خبره ده، زموږ د پت او ننګ خبره ده، موږ به آزادي لمانځو، خو هغه وخت چې هېواد د صلیبي یرغلګرو له استعماره خلاص شي، چې خپل واک او خپل اختیار مو وي، چې خپله خاوره او خپله خوښه مو وي. که دغه روان حالات وي او تاسو بیا هم د آزادۍ جشنونه لمانځۍ، نو یو لپه زهر وخورئ دا درته د آزادۍ تر جشنونو ډېره غوره دي.

د ګران هېواد د رښتوني خپلواکۍ او اسلامي نظام د قیام پۀ هیله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه ! ښکلی ډیره ښکلی او عینی واقعیتونو متکی او له حقایقو ډکه لیکنه مو لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی . خو زه ستاسی هغه مخاطبین چه د هغو خیالی خپلواکیو لمانځنه کوی چه هغه وخت مونږ خپلواک وو ، هغه وخت روسانو او انګریزانو دخپل مخامخ ټکر د مخنیوی په خاطر زمونږ هیواد لکه د بفر یا پردی په دول خپلواک پریښی وو ، هغه هیواد کی چه پاچا وی ، هلته لکه د اوس په شان داشغلګرو لشکری نه وی( چه زمکه او هوا وچه او لمده یی پټه کړی… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

.بیانزی ته،
اشرف غنی لندن ته درغلی وه .کرکیټ یی هم وکتلو.ته په لندن کی میشت یی د جهاد خبری ډیری کوی.
تا خو په لندن کی هیڅ توره ونه کړه.اقلا یوه مظاهره خو د اشرف غنی او تیرازا می مخی ته کړی وای.
زه له مخکی پوهیدم چه د توری نه یی ،هسی جنګ ته تشویق کوی.او خپله د خیر په غونډی په لندن کی ناست یی .کنه یو دتیږی ګزار خو به دپه کړی وه.

سرورامین
میلمه
سرورامین

مونږ به نو ستاسو په خوښه د اسلامي #امارت او یا هم چوده اګست آزادي ولمانځو ، له غصې مې ولاکه ستا دا لیکنه هم لوستي وي … خو چې ( ابو ) شي نو یابو شي !

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پورته لیکنی په اړه د ویلو څه نلرم خو: امان الله خان ته سپکاوی د شیطان انګریز د پلیدی روح د خوښۍ سبب ګرځی، امان الله خان د پاینده مامد د ټولی کورنۍ لومړی او وروستی صالح شخص ؤ ( هغه پر اسلامی شعائرو معتقد انسان ؤ چی د شریفی شرعِ په استناد پر هغه باندی د کافر مُهر به یو ناصواب او حتی خطر ناکه کړنه وی) البته امان الله خان د ځینو احمقانه سختو او جبران نه منونکو اشتباهاتو مرتکب هم سو ، سره لدې یو منلی شخص ؤ او نن هم باید یو منلی شخص وګڼل… نور لوستل »

احمد پښتون
میلمه
احمد پښتون

نه یوازې داچه نن شته افغانستان له فضا څخه ۴۰ ملکونو اشغال کړی ده بلکه له ځمکې پنجابیانو، روسانو او ایرانیانو د خپلو مزدورانو له اړخه نیولی ده. عجه لا داچه نیم د افغانستان نفوس او لکونو مربع کلومتره خاوره دانګلس ځای ناستې په پاکستان کې شامله کړې او غصب کړیده او موږ لګیا یو د آزادۍ جشنونه لمانځو.

رشتیا هم کومه آزادې؟ او د کوم وطن آزادې؟