شعـــــرونه

ګمان مي نه شي چي دي څوك افغانستان جوړ وي

 

موږ يې په لوبو مصروف كړي يو دوى پلان جوړوي

چي راته بيا به مو كوم كلى قبرستان جوړوي

دغره پسونه باور نه كړي دلېوه په توبه
باور پرې وكړم چي وطن مي ښاماران جوړوي

انتخابات دي په پېخر راسره كيږي وعدې
ګمان مي نه شي چي دي څوك افغانستان جوړ وي

چاپه خريلې ږيره غټه لنګوټه پر سر كړه
ځيني عمرو ته لاړل رايو ته ايمان جوړوي

له مسلمان څخه دي لوبه هندو ورور وګټي
داسي پيغام اوس داحمد بابا بچيان جوړوي

مجاهدينو افغانانو غليم هېر چي نكړئ
دا منډې ترنډې دي بې فكره افغانان جوړوي

ليكه الهامه !حماسي اشعار دزړه له كومي
دا جهانيان دى دګيدړ او خره داستان جوړوي

2014/03/03

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x