نظــر

عسکرو ته د دولت «مورال لوړونکې» خبرې

شریف جواد

د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ سقوط د دولتي عسکرو د مورال په اړه ګڼې پوښتنې راتازه کړې. دولتي چارواکو هم دا واقعیت درک کړی چې عسکرو یې د طالبانو په وړاندې جګړه کې مورال او روحیه بایللې او همدا لامل دی په ډیره لنډه موده کې روغې ولسوالۍ لکه د شکېدلي هار د مریو په شان په پرلپسې ډول د دولت له ګوتو څخه وځي.

که څه هم په هیواد کې د رسنیو، تلویزوني چاینلونو، ورځپاڼو او راډیوګانو له لارې د دولت همیشنی کوښښ همدا وي چې د خپلو عسکرو مخ په ځوړ مورال څه ناڅه راټینګ کړي، خو که تبلیغاتي توکو او سوژو ته یې وګورو، هغه څوک چې د عسکرو د مورال لوړولو هڅه کوي د قانع کوونکي منطق له فقر سره مخ دی او داسې څه نه لري چې د امریکايي ګټو د دفاع لپاره د جنګیدونکو عسکرو لوېدلي مورال ته تکیه وګرځي.

وړمه ورځ د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ یوه ویډیو خپره کړې وه او لیکلي یې و چې د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو په موخه دغې ولسوالۍ ته تازه دمي عسکر ولیږل شول او تر تګ مخکې عسکرو ته «مورال لوړوونکې» خبرې وشوې.

پوښتنه راته پیدا شوه چې هغه به کومې خبرې وي چې دوی یې عسکرو ته کوي او د هغوی مورال پرې لوړوي؟ په ویډیو کې د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عسکرو ته وینا کوله. نوموړي چې تکلفي زوړتیا پرې له ورایه محسوسه وه، د دې پر ځای چې د عسکرو مورال لوړ کړي، داسې خبرې یې کولې چې د هغوی ورپاتې روحیه یې هم ورځپله. نوموړی عسکرو ته مخامخ ولاړ و او په جذباتي لهجه یې هغوی ته ویل:

«تاسو ته وسلې او مهمات پردي نه درکوي، له وسلو څخه نیولې تر بوټانو، دریشيو او موټرو پورې ټول مهمات او تجهیزات ستاسو خپل دي».

نه پوهیږم د امنیت آمر «خپل» څه شي ته وايي؟ او کله چې یې د «خپل» لفظ کاراوه، ولې یې له مخامخ عسکرو څخه د شرم او خجالت احساس نه کاوه؟!

کله چې عسکر خپل ځان ته ګوري چې له خولۍ نیولې تر بوټانو پورې د امریکايي مرستو په احسان پوښل شوی، امریکايي عسکرو روزلی، هغوی د ډز چل ورښودلی او بیا یې ټوپک په لاس ورکړی او په امریکايي ټانګ یې سپور کړی.. او بیا د خپل آمر له خولې دغه ادعا واوري چې هر څه مو خپل دي؛ په زړه کې به څه ورګرځي او د ځان او خپل آمر په اړه به څه فکر کوي؟؟

همدا تېره میاشت د سیګار ادارې راپور ورکړی و چې امریکا د ملي اردو لپاره ۱۴ لکه دریشۍ د ۲۸ میلیونو ډالرو په لګښت جوړې کړي، اوس پرې پښيمانه دي چې کاشکې يې په ساده ډیزاین جوړې کړې وای چې لګښت یې کم وای.

عسکرو ته خو معلومه ده چې دریشي او بوټان چا ورکړي دي؟ نو کله چې آمر صیب برناحقه د دغو شیانو د ملکیت دعوه کوي، تاسو یې پخپله اټکل وکړئ چې د عسکرو په مورال به یې څه کړي وي؟

تر ټولو جالبه خو دا وه چې یاد آمر صیب په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې طالبانو ته سلاح او مهمات له پردیو څخه راځي!!!

په یقین سره ویلي شو چې د آمر صیب له دې خبرې سره به عسکرو ته هغه په وسلو ډکې قرارګاوې سترګو ته دریدلي وي چې طالبانو ته یې له مقاومت پرته ورپريښي وي. دغه راز به د هغو سپکو او درنو وسلو په اړه هم فکر کړی وي چې د پوستو د سقوط په نتیجه کې یې د طالبانو ګوتو ته ورتلل د ورځې معمول ګرځیدلي. عسکرو ته به خپلې هغه رینجرې ورپه یاد شوې وي چې اوس پرې د طالبانو سپین بیرغونه هسک وي.

د غزني ولایت هغه دوه کاغذ پیچ ټانګونه به یې خامخا په زړونو وریدلي وي چې په ټیلرو کې بار وو او همدا تېره اونۍ روغ رمټ د طالبانو لاس ته ولویدل، اوس به د هغو تېلو په واسطه چلیږي چې عسکرو په پټه یا ښکاره په طالبانو خرڅ کړي وي. دا پوښتنه به یې خامخا په زړه راګرځیدلي وي چې ایا دغه ټانګونه هم پردیو ورکړي وو؟

دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې د عسکرو په شکلونو محسوسې وې، خو مخکې له دې چې له آمر صیب سره یې مطرح کړي، نوموړي هره یوه ته د خدای پامانۍ لاس ورغځاوه او د جاني خیلو په لور يې رخصتاوه. آمر صیب خو عسکرو ته د دغو پوښتنو د مطرح کولو موقع ورنکړه، خو ډاډه یم چې اوس به په جاني خیلو کې یو ځل بیا عسکرو د طالبانو د نظامي تجهیزاتو سرچینې د سر په سترګو لیدلي وي!!

که دولت په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په اړه هر ډول څرګندونې وکړي تر یوه حده به چلښت ولري، خو د عسکرو په مخ کې د طالبانو د وسلو او تجهیزاتو د «پردي توب» ادعا د دې پرځای چې روحیه یې لوړه کړي، لا یې په زړونو ویره او بې باوري ورننباسي او مورال یې لا کمزوری کوي. ځکه چې دا واقعیتونه هره ورځ د عسکرو تر نظر لاندې تیریږي او د خپلو دریشیو او بوټانو محسنین او د طالبانو د پوځي تجهیزاتو سرچینې! تر هر چا ښې ورمعلومې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x