ورلډ کپ: اسټرالیا بهر، اول سیمي فاینل به د انډیا او پاکستان تر منځ وي

india_vs_australiaنن ټکی آسیا: نن دانډیا کرکیټ لوبډله د اسټرالیا په مقابل کې د خپل اولس پر امیدونو پوره وختله، او اسټرالیا ته یې په کوارټر فاینل کې په 5 وکټونو ماتي ورکړه، او سیمي فاینل ته یې لاره وموندله.

انډیا چې په خپل د هیواد په احمد اباد ښار کې د دفاعي چمپین اسټرالیا سره مقابله وه، د اولس په منځ تر سخت اولسي فشار لاندي وه، مګر بیا هم وتوانېدله چې خپل فشار کنټرول او لوبه خپل په نامه کړي.

د تفصیلاتو سره سم نن د اسټرالیا کپتان رکي پونټين د لوبي ټاس (پچه) وګټله او اول یې خپل د بېټنګ فیصله وکړه، او خپل په وار یې د پنځوسو اورونو په پوره لوبه کې د 6 لوبغاړو په سوځولو سره انډیا ته 261 هدف ورکړ..

د اسټرالیا له خوا خپله کپتان رکي پونټینګ 104 منډي جوړي کړې او وکټ کيپر براډ هاډن 53، ډیوډ هسي 38 ، او شېن واټسن 25 منډي جوړي کړې.

د انډیا له خوا ظهیر خان، یوراج سنګ او (راوي چندرن اشون) دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د انډیا له خوا په بېټنګ کې یوراج سنګ تر ټولو زیات 57 ناټ اوټ منډي وکړې، سچن ټنډولکر 53، ګمبیر 50 ، سریش راینا 34، ورات کوهلي او سهواګ په ترتیب سره 24 او 15 منډي جوړي کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی یوراج سنګ ونومول شو، ځکه چې هم یې په بېټنګ کې د سخت فشار په وخت کې 57 منډي وکړې او هم یې دوه مهم لوبغاړي (مایکل کلارک) او (براډ هاډن) د میدانه پسي واخیسته..

انډیا به اوس د خپل سیال هیواد پاکستان سره سیمي فاینل لوبه کوي، چې دا به د کرکټ په تاریخ کې یوه ستره او خوندوره لوبه وي.
لوبه چې د انډیا په ښار موهالي کې به تر سره کیږي، د انډیا پر لوبغاړو به د خپل اولس په منځ کې د شتون له وجي سخت فشار وي.. دا لوبه به د موهالي په ښار کې د مارچ پر 30مه نېټه د پاکستان په وخت پر دوو بجو شروع کیږي.

صبا به د نیوزي لینډ او جنوب افریقا تر منځ او بل صبا به د سریلانکا او انګلستان تر منځ کوارټر فاینل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.