fbpx

بلوچستان : په بمي چاودنه کي ۶ فوځيان وژل شوي؛۲ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۶): د پاکستان د بلوچستان ایالت په هرنای سیمه کې د سرحدي فوځيانو په موټر د ماین درنه چاودنه شوې .
له راپورونو سره سم په چاودنه کې۶ فوځيان وژل شوي او ۲ تنه نور سخت ټپیان دي .
د پاکستان د فوځ ویاند وایي چې د ایف سي فوځيانو موټر هغه مهال د سړک د غاړي ماین د چاودنې ښکار شو چې دوی له شاهرګ څخه ګوسټ سیمې ته په لاره روان وو .
د پيښي پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې.
تر دې وړاندې د ورته پيښو پړه اکثره مهال د پاکستان ضد بلوچ ازادي غوښتونکو په غاړه اخستې ده .
ننۍ چاودنه په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان حکومت او خلک ددې هیواد د جوړیدلو ۷۰ یمه کلیزه نمانځي.
دوه ورځې وړاندې(۱۲ اګست ) هم د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې په بمي چاودنه کې ۸ پاکستاني فوځیان او ۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول .
د پاکستان فوځ تیر کال د ضرب عضب له عملیاتو څخه وروسته په ټول پاکستان کي د رد الفساد په نوم عملیات اعلان کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د