نړۍ

سعودي عربستان کې ۳۱ حاجيان مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۶): په سعودي عربستان کې د پاسپورټ د عمومي رياست چارواکو ويلي، چې سږ کال د حج د فريضې د ادا کولو پر مهال ۳۱ تنه حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه هېواد خبري اژانس SPA ليکي، چې په ټول هېواد کې له بهره راغلي ۳۱ حاجيان مړه شوي، خو تر اوسه چارواکو د دوی د مړينې لامل نه دی په ډاګه کړی، ويل کېږي د ناروغيو له امله دغه حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچينې د مړو شويو کسانو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادې ادارې چارواکي وايي، چې هره ورځ سعودي عربستان ته د هوا له لارې ۶۱۴زره حاجيان، د ځمکې له لارې ۸زره او د اوبو له لارې ۴۸۷ تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ورځي.

د ورکړل شويو رسمي شميرو له مخې تېر کال ۱.۹ ميليونه مسلمانان دغه هېواد ته د حج فريضې د ادا کولو لپاره ورغلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x