نظــر

اعتراف – ډاکټر عطامحمد رحيمي

د کرزي د بلواکه رژيم د پاى شېبې ورو رورو رانږدې کېږي، ښايي د اده ته هم د ژوند تر ټولويوه عجيبه دوره وي، چې په څومره منډو ترړو، چاپلوسيو، وژنو، ټکونو، ژړاوو او سلګيو يې دا موقف خپل کړى و، او څنګه بېرته ترې اخېستل کېږي؟

کرزى په زړه کې ښه هوښيار دى، خو بې عقلي يې داده چې دا هوښياري رابرسېره کوي نه، کنه په دې ښه پوهېږي، چې زما په دوره کې سلګونه ځوانان عسويان شول، زما په دوره کې د سلګونو پېغلو عفتونه ولوټل شول، زما په دوره کې د مدرسو بېخ او بنياد وويستل شو، زما په دوره کې د بيان دازادۍ پرنامه دمقدساتو توهين وشو….

مګر د دې ټول د اقرار لپاره سم د تېږي زړه په کار دى، چې ژړندوکى کرزى يې نه لري. مګر پر دې سربېره کله کله د کرزي له خولې بې پامه داسې خبرې راووزي چې ډېر کلک راز به وي، دلته مې دښه ليکوال داد محمدناوک پر ځينو فيسبوکي پوسټونه يقين پيداشي، چې کرزى پکې اروايي ناروغ يادوي، کرزى رښتيا هم اروايي ناروغ دى، او دا ناروغ بيا دانه شي تشخيصولاى چې د څه وايي، ممکن ډېر دروغ هم ووايي، مګرد کرزي د خبرې د رښتيا کولو لپاره د هغوى چاپلوسان ښه کارو رکولاى شي.

يو کال وړاندې يې له الجزيرې سره په خبرو کې ويلي و، چې په دې تېرو کلونو کې څومره مرستې شوې دي، له يوې روپۍ يې هم زه نه يم خبر، هر هېواد يې خپلو ځواکونو ته ورکوي، او هغوى يې چې بيا هر ډول او هرڅومره مصرفوي د دوى کار دى، او د دې مصرف د څار واک هم بيا دى بېچاره نه لري.دا خبره يې څو ورځې وړ ندې سنډې ټايمز ته لاپسې پخه کړه او ويې ويل چې ، که چېرته نړيوالو افغانستان ته راکوونکې پيسې خصوصي شرکتونو ته نه واى ورکړې اوس به مو وطن ګل ګلزار و، خو چې په هغه وخت کې به دې دکرزي د بلواکه رژيم کو م مفسد چارواکي ته د سکوټيانو له لاسه شکايت وکړ،نو په دې خوله به يې يو سوک هم درکړ، په کلونو کلونو يې ساعتونه ساعتونه اوږدې لارې بندولې، مريضان په لارو کې مړه کېده، سلګونه موټر به د جنګ په منځ کې راحصارېدل او همدې خصوصي شرکتو ساتونکو به په عامو خلکوځان ساته.

ښايي اوس کرزى په داسي يوه موقف وي، لکه کوم ماشوم چې يخو اوبو ته ورولېږي، اوتر اوتر کېږي، خو سمه پرېکړه نه شي کولاى. هغه بله ورځ يې لا نادره دا وکړه چې د تېرو دوولسو کلو د ټولو جناياتو اعتراف يې وکړ، او ښکاره يې واشنګټن پوسټ ته وويل چې دلته جګړه پردۍجګړه ده،او ښکاره يې وويل چې تېر دوولس کاله امريکا خپله ګټه په نظرکې نېولې او افغان ولس يې هسې ځورولى او استعمال کړى دى.

راشه که تودېږې!

نو!

اى د تېرو دوولسو کلو د ټولو جرمونو مجرمه!

ولې دې د خپلو شخصي ګټو لپاره افغان ځوانان استعمال کړل؟

ولې دې د خپلې بلواکه واکدارۍ لپاره د ږېرې او لمن په توره سلګونه ځوانان تر زندانونو ورسول؟

ولې دې د ازادۍ او خپلواکۍ پر نوم سلګونه پېغلې بې عفته لوڅې بازاروته روباسلې؟

ولې دې زرګونه ځوانان د پوليس ، ا ردو، اربکي پر نامه د خپلو بادارانو دګټو لپاره ووژل؟

ولې د سلګونه ځوانان ستاد دې مفسد دولت او ستادبادارانو د شخصي ګټو دخنډ په خاطر په شهادت ورسول؟

ولې دې سلګونه ځوانان او پېغلې د خپلو بادارنو په پښو کې لوڅ واچول او ترګوانتانامو دې ورسول؟

ولې دې د خپلوبادارانو دګټور لپاره په ټول هېواد کې د دين بسنټ (مدرسه) ورکه کړله؟

ولې دي په کليو او بانډو کې د ولس په سترګو کې خاورې وروشېندلې او داربکي پرنامه دې دسرطان دانه پرولس وکرله؟

ولې؟ولې؟ولې؟

ډاکتر عطا محمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x