افغانستان

د ټرمپ د ګوتڅنډنې په وړاندې دفاع وزیر د نیکلسن ننګه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزیر (جیمز میټس) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان (جنرال جان نیکلسن) ننګه کړې او هغه یې یو اعتمادي شخص بللی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له لوړپوړو چارواکو سره په غونډه کې د جنرال نیکلسن د ګوښه کولو غوښتنه کړې وه.

ټرمپ ویلي و چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جګړه نه شي ګټلی او باید له خپلې دندې برطرفه شي.

خو د امریکا د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د جنرال نیکسن پلوي کړې او ویلي یې دي چې په نړۍ کې د امریکا ټول متحدین په نوموړي باور او اعتماد لري، خو نه پوهیږي چې ټرمپ به پرې باور وکړي او که نه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له دې سره موافق دی چې جنرال نیکلسن په خپلې دنده کې پاتې شي؛ د دفاع وزیر وویل «هو بالکل موافق یم». خو کله چې وپوښتل شو ایا ولسمشر ټرمپ به ورسره همنظره شي؛ نوموړي وویل چې دا پوښتنه پخپله له ټرمپ څخه وکړئ.

«جنرال نیکلسن اوسمهال په افغانستان کې زمونږ قومندان دی، هغه د ناټو باور خپل کړی، هغه افغانستان ته هم اعتمادي دی او امریکا ته هم باوري کس دی».

جیمز میټس تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه ستراتیژي د جوړیدو په اخیري مراحلو کې ده او په ډیر نږدې وخت کې به بشپړه شي. خو زیاته یې کړه چې د اضافي عسکرو د لیږلو پرېکړه تر اوسه نه ده نهايي شوې.

نوموړي همدا راز وویل چې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په اړه ټول غوراوي څیړل کیږي، چې په دې کې د بشپړ شاتګ او شخصي امنیتي کمپنیو ته د جګړې سپارل هم تر بحث لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د حالاتو د ارزونو له مخی به زه درته دامریکا هغه طرحه چه نه یوآځی نهای شوی بلکه د عملی کیدو په دګر کی ده په لاندی ډول به یی لوی ټکی درته ولیکم یعنی څو ابشنی طرحه ده : لمړی ابشن : د طالبانو سره د دوی په خوښه یا څه ناڅه خوښه روغه جوړه که ممکنه شی ورباندی کړنی جریان لری لا په دی واسطه د اغاخان په شان لوړپوړی طالبان په بیه رانیسی او یا یی ترضد ، تعقیب او له منځه یوسی . دوهم ابشن : له افغانستان څخه د بلیک واټر او یا د هغوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x