ټرامپ ته لیک د طالبانو په تعمق او تدبیر دلالت کوي

مجاهد افغان

وایي له یوه صحابي نه چا وپوښتل چې تقوی څه ته وایي؟ هغه ورغبرګه کړه چې آیا په کومه اغزنه لار تللی یې؟ پوښتونکي ځواب ورکړ هو. صحابي وویل نو په اغزنه لار دې تګ څنګه و؟ ده وویل چې اغزي به مې ولیدل کله به مې ټوپ ترې واچاوه، کله به مې جامې ترې راټولې کړې او کله به مې بله طریقه وکړه خو مطلب دا چې په هر ممکنه طریقه مې ځان ترې ساته. صحابي ورته وویل تقوی همدا ده چې له فتنو همداسې ځان وساتل شي.

د نن سبا اخیري زمانې په وخت کې هر دیني کار په خاص ډول اسلامي سیاسي یا جهادي مبارزه همداسې سختۍ لري لکه سړی چې په اغزنه لار تګ کوي. نن سبا د اسلامپالو په مخکې د فتنو او دښمنیو اغزي دومره ډیر دي چې په یوه لاره هم ځان ترې نه شي خلاصولی. له دې اغزیو څخه د سالم تیریدلو او هدف ته رسیدلو لپاره باید په پوره تعمق او تدبیر بیلابیل اقدامات وشي. کله اغزي ترډبرو لاندې شي، کله ترې جامې راټولې کړای شي او کله یې په بله طریقه ضرر دفع کړای شي.

زموږ د زمانې ډیر اسلامي حرکتونه ځکه بې نتیجې پای ته ورسیدل چې پر دې اغزنه لار د مزله لپاره یې ژور تدبیر نه درلود. زیاتره جهادي ګروپونه داسې و چې ها د چا خبره جنجال یې په پیسو اخیست. هغوی له هر چا او هر لوري سره ټکر او جنجال ته حاضر باش ولاړ وو په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې تاسو د جګړې تمه مه کوئ خو کله که له غیبه درباندې راغله بیا استقامت وکړئ.

پایله دا شوه چې د ډیرو ځوانانو په وینو راپنځیدلي حرکتونه په غیرضروري ټکرونو کې له منځه لاړل. دوی سره له دې چې د حق په لاره قربان شول مګر اصلي خبره داده چې زموږ مبارزې خو یوازې ددې لپاره نه دي چې په کې ووژل شو او دښمن مو په ځپلو د خوښۍ جشنونه جوړ کړي. زموږ مبارزې د هدف لپاره دي، هدف مو د الهي نظام قیام دی او حقیقي بریا داده چې د الله تعالی دین د ځمکې پر مخ حاکم کړو.

د طالبانو اسلامي تحریک یو له هغو خوځښتونو دی چې د نورو همځولو خوځښتونو په نسبت یې اوږده مبارزه کړې او پرلپسې یې قوت او اعتبار د زیاتیدو په حال کې دی.دې تحریک که په لومړي ځل د اسلامي نظام د عملي نفاذ بیلګه دنیا ته وړاندې کړې بل اړخ ته یې د امریکا غوندې سوپر پاور هم په ډیره حیرانوونکې بڼه د شکست له رسوایي سره مخ کړی دی.

زما په نظر د طالبانو د بقاء او له سختو امتحانو څخه د راوتلو راز په دې کې دی چې دا ډله له ټوپک سره سره له عقل نه هم استفاده کوي.دوی هدف په نظر کې ساتي او تر منزله د رسیدو لپاره له ټولو تودو او سړو حربو څخه استفاده کوي.کومه غوټه چې په لاس خلاصیږي په لاس یې خلاصوي او بې ضرورته ورباندې د غاښونو زور نه ازمویي.

طالبان له اوږدې جهادي سابقې سره سره په ديپلوماسۍ هم باور لري او دا چې اعلامیې یې په جهادي ډلو کې تر ټولو نرمې، مستدلې او منطقي دي د دوی په ژور تدبیر او له پیښو سره په سړو مغزو په چلند دلالت کوي.

متل دی وایي ( رود خروشان عمق نه دارد) که تاسو پام کړی وي د هغه رود اوبه ډیر شور کوي او نیغې غورځي چې ژور نه وي. مګر کوم رود چې ژور روان وي د هغه اوبه هم آرام او سنګین مزل وهي. د طالبانو اعلامي ارامي او سنګیني او له بې ځایه پټکو، لاپو او له توان لوړو شعارونو څخه ځان ساتل ددوی په ژورتوب دلالت کوي .

همدا نن مې په رسنیو کې د طالبانو هغه لیک ولوست چې د امریکا ولسمشر ټرامپ ته یې لیکلی و. لیک په ډیره سنګینه، معقوله او منطقي طریقه لیکل شوی دی. ټولې خبرې په دلیل بناء دي او د افغانستان د موضوع په اړه یې خپل برداشت په ډیره ښه طریقه وړاندې کړی دی.

زما په نظر خو که د ټرامپ په کوکړۍ کې بوس نه وي او ماغزه وي، باید چې ددې لیک تر لوستلو وروسته دخپل هیواد د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي. ځکه که په جګړه ټینګار کوي نو لکه څنګه چې د طالبانو په لیک کې ویل شوي د تیرو تجربو په څیر یوازې دې د خپلو ځاني او مالي زیانونو په تمه کیني او بله نتیجه به ترلاسه نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د