ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو لیک یو پر وخت ابتکار

نن ټکی اسیا – سرمقاله:

طالبانو نن د خپل مشر تابه له ادرسه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوم یو اته فقره ییز لیک خپور کړ.

د لیک پر تبلیغاتي اهمیت سر بیره د هغه لپاره همدا معین زماني توقیت ټاکل د طالب مشر تابه داسې یو پروخت ابتکار دی چې که امریکایان وغواړي د افغانستان لانجې ختمولو په اړه تري استفاده وکړي ښه چانس ورته په لاس ورکولای شي.

واشنګټن تر بل هروخت په دې شپو ورځو کې په افغانستان کې د پاتې کیدو او له هغه څخه د وتو په یوه متردد بحراني موقف کې قرار لري.

ښايي د امریکا په تاریخ کې تر اوسه امریکايي سیاست وال په خپل بهرني سیاست کې له داسې یوه موقف سره نه وي مخ شوي چې ولسمشریزه ماڼۍ ، کانګریس ، د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګان د یوې موضوع په اړه په بیلابیلو دریځونه ویشل شوي وي.

د ولسمشر ټرمپ لپاره په دغسي یوه حساس وخت کې د طالبانو لیک چې په هغه کې یې هم په افغانستان کې د امریکايي اشغال او جګړې غزولو خطرات مشخص کړي او هم یې په دې اوږدې ناکامې جګړې کې د امریکایانو شکست په ښه استدلال توجیه کړی یو ښه چانس بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ چې همدا اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځي شتون په اړه د ستراتیژۍ له فقدان سره مخ دی طالبانو ورته په خپل لیک کې ښه مشوره ورکړې چې د افغانستان د اشغال ختمول او له دې هیواد څخه د ټولو امریکايي سرتیرو بیرته ورغوښتل هغه مثبته ستراتیژي ده چې هم امریکايي سر تیرو ته په افغانستان کې له حتمي هلاکت څخه نجات ورکوي او هم د افغان غمیزې د ختمولو لامل ګرځي.

که څه هم چې امریکا د نړيوال پرمختللي ځواک په توګه افغانستان د امنیت ټینګولو، قانون پلي کولو او ښه حکومت راوستلو په پلمه اشغال او پوره اولس کاله یې د افغان ولسي مقاومت د ځپلو لپاره په هیڅ هم صرفه ونه کړه ، خو وروستۍ پایله یې لکه د طالبانو په لیک کې چې ورته اشاره شوې هغه شوه چې افغانستان په نړیواله کچه نا امنه ، فاسد او په هرلحاظ وروسته پاتې هیواد وګرځول شو.

که نورهم امریکایان په دغو ناموجهو پلمو سره په افغانستان کې خپل اشغال ته مبررات لټوي او دلته خپل اصلي هدف (د جګړې غزول) د بلک واټر په څیر اجرتي کمپنیو ته سپاري ښايي چې څه به تر لاسه نه کړي خو د افغانستان په بي ثباته کولو سره به سیمه او نړۍ نوره هم د مزیدې بي ثباتي خوا ته ور ټیل وهي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د