نظــر

د امریکایانو دایمي شتون د افغانستان د تجزیې سبب کیږي!

تجزیهدولسمشرکرزي دې خبري زما ګومان په یقین بدل کړوچې ویل یي بایدیوشمیرغرب پلوه رسنۍ دي دافغانانوروحیات نه ځپي، یوواربیا غربي رسنیوخپل اخلاص دافغانستان مظلوم ولس ته په ډاکه کړو.
دهمدغوغربي رسنیويوې نړېوالې رسنیوبیا دولسمشرکرزي اواوباما دتلیفوني خبري راخیستي دي.

او په ځای ددې چې دوی بې طرفي وکړي، هغوی خپل نظرپه خبرکې شامله وي چې يوپلوه دوی دژورنالیزم اخلاقوته ژمن نه دي اوبل لوري ته دوی ټولګتوته په شخیصي ګټوترجیع ورکوي. که څه هم دژورنالیزم په اصولوکې دوه ځای ښودول شوي چې په هغې خبریال ته دازادي ورکوي چې هغه دې په خبرکې خپل نظرداخل کړي چې يوې اسلامي مقدسات دي اوبل ټولګټي ښودل شوي ،خوزموږبرداشت ډیرمحدو وي .

د دوی ناسم اوداړخ نیولوژوندی بېلګه درته دهمدې رسنیو دلوري په يوخبرپه ګوته کوم ((د ازادي راډیو:سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بارک اباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي، چې پنټاګون ته یې امر کړی چې د روان کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان ترتیب کړي))

په هرصورت دمعمول سره مې خپل ايمیل ادرس،تویتر،فیسبوک،دنظرتیره وه چې دنیکه مرغه ديوبااحساسه لیکوال اوژورنالېست ملګري دلوري راته دوه ډېري په زړه پورې موضوع ګاني رالیږل شوي ترڅويې له امريکاسره دامنیتي تړون ،دوامداره جګړه اوکه سیاسي حل؟!) په کتاب دویم اودر یم ټوک چاپ کړم .

که ریښتیا در ته ووايم دغه دواړه لیکنې مې راواخیستي ښه په دقیقت مې ولوستي  عنوانونه یې څه پدې ډول وه د امریکا د زور خبري او د یو شمیر افغاني روڼ آندو د ډار څرګندونه ) دنعیمي صیب دغه لیکنه دوه برخي لري چې په خپل ځای ډیردتاییدوړدي اوخپل اسلامي مسولیت اوهېوادپالنه یې په کې اداکړي.

پام وکړی د محمد مصطفی کاکړ د لیکنې یوې برخې ته چې بشپړ متن چې دښاغلي محمدابراهیم نعیمي دويب پاڼې په ارشیف کې لووستلای شي:

تـر کـال ۲۰۱۴ وروسـته د افـغـانستان د تـجـزئې پلان d.15/ 11 / 2013

«…د انګلستان د پارلمان یوه غړی چی (توبیاز ايل ووډ) نومیږي یو پلان طرح کړی او پارلمان ته يی وړاندی کړی دی چې د هغه له مخې باید د افغانستان تجزیه د کال ۲۰۱۴ وروسته شروع او په تدریجی ډول تر کال ۲۰۲۰ پوری تکمیل شی . دتوبیاز ايل ووډ په نظرافغانستان هغه وخت ارامی ته مخ کولای شی چی ټوټه ټوټه شی او هر قوم د خپل ژوندانه په ساحه کښی په جلا توګه ژوند وکړی . دی په خپل پلان کی لیکی چی که څه هم هم مهال غربی نړۍ د یوه افغانستان نه په تنګ دي او که څو نور افغانستانونه منځ ته راشی نو نړۍ به تر هغه زیات په ناورین اخته شی .خو داسی به ونه شی ځکه چی هغه وخت به د افغانانو د ژوند ساحی محدودی وی ، په خپل منځ کی به په رقابتی ډول ژوند کوی او دتروریزم لپاره به هم نظره نه وی .

د توبیاز ايل ووډ د پلان له مخی به افغانستان تر راتلونکو جمهوری ریاست انتخاباتو وروسته پر اته سیمو ویشل کیږی چی مرکزونه به يی کندهار، کابل ، هرات ، مزارشریف ، کندوز ، جلال اباد ، خوست او بامیان وی . توبیاز ايل ووډ وايی : د افغانستان یوی شخصی ورځپاڼی اماده ګي ښکاره کړیده چی دده پلان خپور کړي او د خپریدو په وخت کښی د همدی پلان ملاتړ وکړی ، اما دی ورځپاڼی چی نوم یی تر اوسه ندی معرفی شوی ويلی دی چی ددی پلان د خپریدو وخت تر اوسه ندی رارسیدلی پر مناسب وخت به خپور شی…»

راځم دېته چې تېرورځ ديوملګري لخواڅخه دویم کتاب منځپانګه راڅخه وغوښتل شوه نوما هغه ترتیب کړه ترڅنګ يوڅه موضوعات پکې ول چې بایدپه دري هم لیکل شوی وای ځکه يوشمیرهېوداولوغوښتنه هم دا وه.

نوله دې لپاره لاړم اوترڅودغه منځپانګه يوڅه برخه دري هم شي، نوديوملګري په لارښوونه چې دترجمي دمرکزاخوا یې یوشمیرعریضه لیکوونکي هم په ښه ډول کولای شي چې پښتودري ته وژباړې نوپه همدې تکل وخوځیدم ،يوعریضه لیکونکي ته ورغلم چې زه غواړم ددغې منځپانګه يوڅه په دري وژباړم هغه چې داعنوانونه وکتل ډیرپه تعجب کې شو!په ځای ددې چې هغه ترجمه کړي راته وویل چې ډیرمهمه مسله ده خوکه زماپه اندتړون لاسلیک شي ،کیدای ښه به وي ځکه نړېواله ټولنه دنور هېوادونوسره هم ورته تړون لري.

نوموړي راته ډیرڅه وویل خوماورته صرف دومره وویل چې کاکا! کیدای شي تاسوخوتاریخ لوستي وي اوپه دې هم پوهیږئ چې امریکا دنوري نړۍ سره هم ورته تړونونه لري ،خودهغوی دتړون وروستۍ پایلې موکتل یامواوریدلي ؟

دغه سنجیده کاکاراته په حیرانتیا کتل ورزیاته مې کړه !

له امریکاسره شاوخوازیات هېوادونه یولړقراردادونه اوامنیتي تړون لري چې دهغې جملې یوهم دچاپان اوسعودي عرب ،کویت اوداسې نورهیوادونه دي چې دوی د دغه امنیتي تړون څخه دوه سپوږمیوته راغلي ،تردې چې دچاپان لوړپورې چارواکي ونه شوکولای چې دولس دلاریونواونیوکوځواب ورکړي چې امریکاته اډي اوقضایي مصونیت ورکړي وو ،نوغوره یې داوبله چې خپله استعفاورکړي.

دېته ورته نورې زیاتې بېلګې مې ورته یادې کړي هغه باندې هم زمادا وروستۍ خبرښه ولګیده چې ترینه راونیدم زمالاس کلک ونیوډیرنورڅه هم ورسره وه یا یې نورهم خپل ذهن پراخه وه ،خوديوملګري دلوري راته زنګ راغلوچې ضرورموبایدکتلای وای نودکاکاڅخه مې اجازه واخیسته.
دډبل داکترانواوولسمشرۍ ته نوماندانوخبري اوتیرماضي ته په خیال کې لاړم چې دهغوی یوهم فدرالي حکومت اوله ا مریکاکې دتړون دلاسلیکولوغوښتونکی دي .

بل یې هم له امریکاسره دتړون ۱۰۰٪فیصده پلوي دي په داسې حال کې چې نوموړي مفکرهم بلل کیږي چې دمفکرڅخه زمابرداشت په زیاتومسایلواګاه اوفکرکونکی وي.

په داسې حال کې چې نوموړي مفکرته ددې سترناورین چې امریکاسره دتړون اونظامي اډومسله ده هیڅ معلومات یې په واقعي ډول ولس اوهیوادوالوپه ګټه وه يوورځ هم ورته وقف نه کړه!  

بلاخره زه دېته نتیجې ته ورسېدم چې ریښتیاهم که څوک دغه روان حالتوته وګوري چې نن غربي نړۍ  دهرممکنه لارې څخه په استفادي غواړي چې دعواموذهنونه بدل اوخپله کرغیړنه کړنه ترسره کړي، اودافغانستان مظلوم ولس اوهیوادتل پاتې بدبختۍ سره مخ کړي اوددې سبب وګرځي چې افغانستان تجزیه کړي لکه څرنګه چې په ماضي کې  دخپلوداخلي لاسپوڅوپه مکرانه اندازعثماني خلافت داتاترک په وسیله  ټوټي ،ټوټي کړونوداتکل یې زموږپاک هیوادهم کړي ،خوالله تعالی دوی دې هدف ته  په هیڅ حالتو اووختونوکې ونه رسوي .امین

زاهدالله توحیدیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x