fbpx

۲۵ داسي نصیحتونه، چي ژوند ته دي خوښي در بخښي او نېکمرغه کوي دي..!

ژباړه: عبدالمالک روحاني

۱- همېشه دي ورځ په لمانځه او سهارنیو اذکارو سره پیلوه.

۲- لمونځ، تلاوت او اذکار ډېر کوه، ځکه دا دي سینې ته روښاني بخښي.

۳- همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلوونکی دی.

۴- دعاء ډېره کوه، هیڅکله یې مه پرېږده، ځکه همدا د نجات رسۍ ده.

۵- تل خوشبینه اوسه، که څه هم د طوفان په غېږ کي یې.

۶- ګوتي دي په تسبیحو سره ښکلې کړه(تسبیحات وایه.)

۷- کله چي غمونه او پرېشانۍ در باندي چاپېره سي، نو(لا إله إلا الله) ډېره- ډېره وایه.

۸- صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دي.

۹- اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له ويري ډکي سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.

۱۰- تر خبرو کولو مخکي فکر کوه، ځکه ځیني کلمې وژونکي وي.

۱۱- د مظلومانو دعاوي خپلي کړه او له حاله یې ځان خبر کړه.

۱۲- د مجلې او کتاب ویلو مخکي، د قران کریم تلاوت وکړه.

۱۳- د خپلي کورنۍ د استقامت یو لامل اوسه.

۱۴- خپل نفس ښو کولو ته وهڅوه، ځکه نفس خو بدۍ ته هڅونکی دی.

۱۵- د خپل والدینو رضاء تر هر څه مخکي خپله کړه.

۱۶- خپلې جامې فقیرانو ته ورکړه، ځکه ستا زړې هغو ته نوي دي.

۱۷- هیڅکله مه غصه کېږه، ځکه د دنیا ژوند تر هغه څه چي ته یې فکر کوې؛ لنډ دی.

۱۸- له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هیڅ وېره مکوه.

۱۹- هیڅکله د ګناه کولو لپاره چا ته دروازه مه پرانیزه.

۲۰- لمونځ تر هغه ټولو بهتر دی، چي له تا سره د ستونزو او مصیبتونو په وخت کي مرسته کوي.

۲۱- الله تعالی ته ځان نیژدې کړه، ځکه د ټولو مشکلاتو سبب، له الله تعالی څخه په لیري والي کي دی.

۲۲- همېشه په یاد ولره، چي ټولي خبري دي ملائکي له ځان سره لیکي.

۲۳- کله چي دي له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه ” له خدایه ووېرېږه..”

۲۴- د الله تعالی او د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) مینه اختیار کړه.

۲۵- دومره استغفار وایه، چي شیطان له ډېره غمه وچوي.

 

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تسنیم
میلمه
تسنیم

جزا ک الله خیر- بهترین نصحتونه دی- الله پاک د د عمل توفیق راکړی.

محمدطیب شفیقی
میلمه
محمدطیب شفیقی

ماته ده تلګرام چینلونه راګړی سی شه نصیحتونه پکی وی

afghan Zwan
میلمه
afghan Zwan

Well done Great advice May Allah lead us to wear them practical cloths.