نايجيريا: درې سرتيرو بريدګرو درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۶):د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د نايجيريا د کوندوګا په ګڼ ميشتو ځايونو کې درې سرتيرو بريدګرو ځانونه الوزولي، چې په پايله کې يې لسګونه کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه هېواد چارواکو ويلي، چې لومړی يوې ښځې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې خلک د ټپيانو او وژل شويو په راټولونه بوخت شول، دو نورو مېرمنو هم په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د لومړنيو ورکړل شويو مالوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۲۸ تنه وژل شوي او له نوي کسانو زيات ټپيان دي.

ويل کېږي، درېواړه بريدونه په سيمه کې د کډوالو پر کمپ ترسره شوي دي، خو ځينې سرچينې وايي چې لومړنی بريد د دغه هېواد د موټرو پر پوځي کتار ترسره شوی دی.

د ترهګرۍ پرضد د مبارزې يو تن چارواکی ابراهيم ليمان وايي، چې ټپيان د تداوۍ په موخه د مايدوګوري روغتون ته وړل شوي خو په خبره يې چې د زياتره ټپيانو حالت نازک دی.

تر اوسه د بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو چارواکي وايي چې دغه بريد د بوکو حرام په نامه اسلامي ډلې ترسره کړی دی.

په نايجريا کې د بوکو حرام ډله له ۲۰۰۹م کال راهيسې فعاليت کوي، چې تر دې دمه يې د لسګونو چاودنو، بريدونو او نورو فعاليتونو پړې منلې دي.