
غزل – عبدالصبور رؤوفي
نه نشه یم نه خـــمار
دیار مینی کړم بیمار
لاس په نام ورته ولاړوم
چی راتـــلله هر سهار
د اشنا لــــه نا کردو نه
ګریوان څېرې تار په تار
رنځور زړه راته ژړیږي
هسې پروت دی په انګار
مـــا به تل هغه لیــــدله
چی به نجونی شوی قطار
سترګی سری هسکه یی غاړه
لنډ کمیس تنګ یی پیزار
په ګودر به شورما شور شو
منګی مات به شول بیشمار
چا به ویل صبور زما دی
چا به کـــــړو ورته ازار
کابل آریانا نیوز ۱۳ـ۱۲ـ۱۳۹۲