fbpx

روزګان: دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۶): د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې چارواکي او وسله وال طالبانو يو بل ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کوي.

د روزګان چارواکي وايي، چې په ترينکوټ کې يې د پيل کړو عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال طالبان وژلي او پنځلس نور ټپيان کړي دي.

د دغه ولايت د امنيت امر عبدالقوي عمري رسنيو ته وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال څلور پوځيان ټپيان شوي، خو يوې باوري سرچينې ازادۍ راډيو ته ويلي چې په يادو عملياتو کې ۸ عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

بل لوري ته وسله والو طالبانو نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د ترينکوټ مربوط د خانقې په سیمه کې د دولتي سرتيرو په مرکز بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د دوو سرتيرو جسدونه په مرکز کې پاتې دي.

طالبان وايي، له ياد مرکز څخه يې دوه رينجر موټر، پنځه ميله وسلې، زرګونه فيره مرمۍ او نور پوځي توکي هم نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بريد کې يو طالب وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

تېره ورځ هم د مرکز اړوند په سهلي سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې په ترڅ کې يې يوولس سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته او د څلورو ټانګونو د ويجاړېدو راپورونه ورکول شول.

وسله والو طالبانو يوځل بيا د روزګان مرکز په ترينکوټ د کلابندۍ کړۍ تنګه کړې او وخت ناوخت د دولتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو بريدونه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د